د افغانانو شرونه: یونان کې د اور لګولو په تور محاکمه کیږي څوکاله سزا به یې وي؟

خبریال ویب پاڼه/ لا له بده مرغه چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې افغانان د کډوالي او مسافرۍ شپې او ورځې تیروي خو دوی بیا پر هرځای کې ځان ته کار هم کتلی وي.

یونان څلور افغانان په دې تور محاکمه کوي چې په یوه کمپ کې يې اور لګولی او خلک يې  بې کوره کړي دي ښايي محکمه پر دوی د نورو زیانونو پړه هم واړوي ځکه له اور سره د ځاني زیانونو خطرونه هم زیات وي.

په ۲۰۲۰ کال کې د یونان په یوه سیمه کې د موریا کمپ ته اور ورکړل شو، هغه مهال په دې کمپ کې شاوخوا لس زره کډوال اوسیدل چې د افغانانو ترڅنګ پکښي د نورو هېوادونو اتباع هم شامل وو.

تراوسه پوري د یونان دولت د دې قضیې په تور شپږ افغانان نیولې چې څلورو يې محکمې ته اعتراف هم کړی او شهادت يې ادا کړی چې دې کار کې يې لاس لاره د دې قضيې دوه نور مجرمین چې وړاندې نیول شوي وو، په پنځه پنځه کاله بند محکوم شوي وو، اوس مهال د څلورو نورو افغانانو محکمه روانه ده او که چیري پرې ثابته شوه چې کار دوی کړی نو په پنځلس کاله به محکوم شي.

یونان دولت ویلي چې داکسان د یوې ترهه ګرې ډلې غړي هم دي او ښايي له ترهه ګرو سره په دې کار سره لاس درلود چې ښايي په دې تور سره اضافه پرې د بند موده زیاته شوي وي.

د افغانانو کډوالي

دا مهال د یونان په ګډون د نړۍ په یو زیات شمېر هېوادونو کې میلیونونه افغان کډوال میشت دي چې ډیری يې په غیري قانوني ډول دې هېوادونو ته تللي او کله ناکله په دې هېوادونو کې د افغانانو د جرمونو راپورونه هم ورکول کیږي چې یو ښه مثال يې همدا د یونان د کمپ پیښه ده په دې پېښه کې  که څه هم چاته زیان نه دی اوښتی خو یونان يې یوه ترهه ګریزه پیښه بولي او ښايي له همدې امله پر مجرمو افغان لوړ قید خیژي ځکه پر دې مجرمینو له پنځه څخه تر پنځلس کاله قید خیژی چې ورته د خپل ډول لوړ او خطرناکه قید ویلای شو

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More