The news is by your side.

پوهاند رسول باوري له دې نړۍ څخه وکوچېد

خبریال ویب پاڼه/ د پوهي، علم وطن دوستي تاریخ هېوانۍ مینې او یوالي سمبول پوهاند رسول باوري د هېواد د تاریخ خزانه او د هېواد د ویاړلي تاریخ پوهاند نن له ډیرو سترو ارمانونو سره له دې نړۍ وکوچېد.

له بده مرغه چې زموږ په هېواد کې د بد مرغې جګړې سره سره نورو افتونو هم د هېواد ویاړلې څېرې او میړني بچي وړي او موږ یې یوازي پرېښې یو.

د پوهاند باوري غوندي علمي څټې بیا نه تکراریږي پوهاند باوري د خپل ټول ژوند په اوږدو کې هیڅ دمه ونکړه او د خپل علم له هستې څخه سلګونه ځوانان وروزل خو له بده مرغه چې نامرده مرګ يې د پیل مزل قافله لنډه کړه.

پوهاند رسول باوري د افغانستان د علمي څېرو له ډلې وو، اصل کې د ارزګان ولایت دهراوت ولسوالۍ وو، هغه د خپل علمي ژوند په لړ کې د لرغون پوهنې په برخه کې له هالنډ هېواد څخه ماسټري درلوده چې  وروسته بیا د کابل پوهنتون د لرغون پوهنې ډیپارټمنټ استاد هم وو.

هغه په بیلابیلو علمي برخو کې د هېواد له پوهنې وزارت څخه تر لوړو زده کړو وزارت او اطلاعاتو فرهنګ وزارت پوري خدمتونه کړي او د کار پر مهال يې د خپل پوهي رڼا ټول افغان نوي نسل ته ورکړه.

پوهاند باوري په دې وروستیو کې له خپلې دندې څخه هم استعفا وکړه او پر کور شو، هغه په وروستۍ دنده کې د هېواد د اطلاعاتو فرهنګ وزارت فرهنګی  معین وو.

استاد د تاریخ او نورو علمي برخو کې تر ۳۰ زیات علمي اثار موږ ته پریښي او همدارنګه يې تر ۳۰۰ زیاتي مقالې چې  په بیلابیلو برخو کې يې لیکلې موږ پرېښې چې  نوی نسلونه به یې د یوه ویاړ په څیر له ځان سره وساتي.

رسول باوري د اوسني او پخواني افغانستان د یو ښه ترجمان په توګه نن له ابدیت سره یوځای او له ډیرو ارمانونو سره وکوچېد هغه ارمان درلود چې افغان نوی نسل په علم سمبال او د پخواني تاریخي برم په لرلو سره په اوسني عصر کې د یوه ویاړلي هېواد په توګه وځلیږي په دې هېله چې د پوهاند صاحب ارمانونه پوره او نوی نسل د ده لاره تعقیب کړي.

انا الله وانا اله راجعون

پر ګور یې نور

Comments are closed.

koi finance