The news is by your side.

محسن داوړ، پوهان باوري د لر او بر افغان نه جبرانیدونکې تشه

خبریال ویب پاڼه/ د پښتون ژغورني غورځنګ مخکښ مشر محسن داوړ د هېواد د وتلي تاریخ پوه پوهاند محمد رسول باوري پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او هغه یوه لویه او نه جبرانیدونکې تشه بللې

محسن داوړ د یوه ټویټ پر مټ په هېواد کې د وتلي تاریخ پوه او علمي څټې محمد رسول باوري د مړينې په هکله وویل چې د نوموړي پر مړینه ډیر زیات او له زړه خفه شوم.

هغه ویلي چې استاد رسول باوري د خپل وخت یو ستر عالم او تاریخ پوه وو، د نوموړي مړینه د لراو بر افغان لپاره نه جبرانیدونکې تشه ده روح يې ښاد او ځای ناستی يې پيدا شه

د محسن داوړ ترڅنګ د پوهان رسول باوري د مړي په هکله زیات شمېر غبرګونونه موجود او د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ټولو د یوې داسې ملي هستۍ د مرګ په هکله خواشیني څرګنده کړې دوی ویلي چې د باوري غوندي کسان بیا نه تکرایږي او باید په ژوند کې د داسې کسانو قدر او عزت وشي.

تراوسه پوري پر ټوییټر او فېسبوک باندې ټولو پښتنو او نور افغانانو د پوهان باوري په مرګ خواشیني څرګنده کړې او هغه يې لویه تشه بللې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر محسن داوړ که څه هم د ښاغلي باوري پر تګ خواشینی دی خو هیله يې څرګنده کړې چې تشه یې ډکه شي، ترڅو په راتلوونکې کې هم موږ تاریخ پوهان ولرو او د هېواد د راتلوونکې نسلونو لپاره د افغان د تیر برم عزت او فضلیت یاداښتونه پریږدو لیري نه ده چې د پوهان رسول باوري په لاس روزل شوي نیالګي لوی او د هغه تشه تر یوې کچې ډکه کړي د پوهان رسول باوري امانونه به انشاالله د هېواد نوی نسل پوره کوي.

د محسن داوړ په څیر هر افغان هیله کړې چې د رسول باوري تشه که څه هم لویه ضایع ده خو باید ځای ناستی یې پیدا شي.

د هېواد علمي هستې او لوی تاریخ پوه پوهاند محمد رسول باور نن له دې نړۍ وکوچید او د افغان پر ټغر يې خپل نوم د علم په هسکو څوکو کې په زرین قلم پرېښود او تل به یادیږي په دې هیله چې سل نور باوریان ولرو

Comments are closed.