The news is by your side.

د پوهان باوري علمي اثار

خبریال ویب پاڼه/ پوهاند رسول باوري د خپل عملي ژوند په ټوله هسته کې یوه دقیقه هم بې ځایه تیره نه کړه او په پوره ویاړ سره یې د خپل ژوند ټول کلونه د افغان تاریخ او نوي نسل ته په پوهاوي تیر کړل.

هغه د خپل لنډ خو مهم او عملي ژوند په اوږدو کې د هېواد تاریخ برم او عزت لپاره ۳۰ اثار او سلګونه مقالې ولیکلې چې د باوري ژوند، نوم پن او علم به تر ډيره ژوندی وساتي او د ده له لیکلو اثارو به د هېواد د فضلیت لوړتیا او ارزښت لپاره کار واخستل شي.

د پوهاند صاحب د علمي ژوند برخې څو مهم لیکلي اثار

د روښانیانو غورځنګ

اصول وتحقیقات باستان شناسي

باستان سناسي شرق میانه

باستان شناسي کشورهای همجوار

باستان شناسي افغانستان

اصول ترمیم وباسازي اثار باستاني

افغانستان در عهد باستان

باستان شناسي ساحوی اصول حریفات

لرغونپوهنه پرنسیپونه او میتودونه

باستان شناسي مدنیتاهای اولیه افغانستان

موزیم شناسي و سپر موزیمهای در افغانستان

لرغون پوهنه عملي لارې چارې

په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې نړیوال کلتوري میراثونه

او یو اثر يې هم  په انګلیسي ژبه Outline of Archaeology in Afghanistan په نوم

په افغانستان کې سپړل شوې لرغوني سیمې

همدارنګه يې د مقالو ټولګې لرغونې نړۍ

لرغونی افغانستان او ګاونډي هیوادونه

د مټن او لنډیاني بابوزي انتوګرافیکي  څیړنه

او همدرانګه يې سلګونه علمي او ورځني لیکنې ترسره کړې چې د افغانستان په درسي نصاب د لرغون پوهنې په برخه کې د کار کولو د سیمې او افغانستان د تاریخي شالیدي یاداښت لپاره ترټولو بهتریني شرچینې بلل کیږي، د پوهان باوري د دې ټولو اثارو په لیدلو او لوستلو سره نوي  نسلونه او ځوان کهول کولای شي چې د هېواد لویشت لویشت سیمې سره اشنا او د خپل ویاړلي تاریخ په ټولو بدلونونو او ویاړونو باندې پوی شي.

پوهاند باوري کوښښ کړی ترڅو  د تاریخ او لرغونپوهنې په هغه برخه کې چې ډیري له پامه لویدلې کار وکړي او د ټولنې تدریس او پام ورته راواړوي هغه خپل مسؤلیت ادا کړ دا په پوري اړه لري چې د پوهاند باوري له ارزښمنو کتابونو او علمي مقالو څنګه ګټه اخلو کله چې موږ او زموږ نسلونو لرغونی افغانستان و پېژانده کولای شي چې  بیا د خپل نوي افغانستان لپاره هم هڅه وکړي

Comments are closed.