The news is by your side.

افغانستان کې د امريکا ماتول څه مانا؟

خبريال وېبپاڼه: د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو سره يو ځل بيا د جګړه مارو خولې ته د فتحې او د يوه لوی قدرت د ماتې ترانې ورغلې.

پخوانیو مجاهدینو هم همدا ترانې زمزمه کړې خو پايله یې دا شوه چې نن افغان ملت په نړۍ کې ترټولو د کم حيثيت څښتن يو ملت دی، يو افغان پاسپورټ لرونکی نن په نړۍ کې د ترټولو کم اعتبار څښتن دی، حتی ويلی شو چې هیڅ اعتبار نلري.

د افغانانو خویندې، ميندې، وروڼه، پلرونه، ځوانان سپین ږيري تر ننه پورې د کډوالۍ د پېغور سره ژوند کوي، نيم د پنجاب د رحم په تمه په پاکستان کې د ټيټو سترګو ژوند کوي، يوه پورته خبره نشي کولی نيم نور بيا په غربي هېوادونو کې.

دا وې د شوروي يا روسیې د ماتې زمزمې، مګر روسیه نن هم يو زبر ځواک دی، د عزت او باور څښتن دی، ملي غرور او هويت لري د نړۍ په چارو کې يې خبرې ته غوږ نيول کېږي.

اوس طالبانو ته‌د زمزمې او ترانو وار ورغلی دی، دوی هم د چانه کم نه دي، دوی هم‌ وايي چې د امريکا د ستر ملګري پاکستان په ملاتړ يې د پاکستان لوی ملګری امريکا ماته کړې ده.

خو فرض کړو چې طالبانو هم دا توره وکړه او امريکا یې ماته کړه، خو چېرته یې ماته کړه؟ په افغانستان کې، ټوټې ټوټې او مات مات افغانستان دی، امريکا دنګه په پښو ولاړه ده، په سلګونه زره افغانان مړه او ټپيان شول، افغانستان د نړۍ د پرمختګ له کاروان شاته پاتې شو، هره فتنه په ملک کې رايج شوه.

دا و په افغانستان کې د امريکا د ماتې پای، په افغانستان کې په کور دننه د امريکا او روس ماتولو صرف افغانستان وران او د پښو وغورځوو، دا ښاغلي دا تورزن داسې فکر کوي لکه دوی چې په امريکا کې امريکا ماته کړې وي.

دې ښاغلو ته ددې وويل شي، چې امريکا راغله زموږ په کور افغانستان کې يې موږ دومره سپک کړو، دومره یې وډبولو، چې نوره راباندې ستړې ده، اوس نو ځي پخپله لاره او د نورو وهلو توان ندی پکې پاتې، اوس زمونږ چيغې چې امريکا مې نور په علني ډول نه ډبوي څه مانا لري، کاش مو په امريکا کې امريکا ماته کړې وی.

Comments are closed.