The news is by your side.

حکومت له طالبانو سخت سوال کړی طالبان ځواب ورکولی شي؟

خبریال ویب پاڼه/ وسلوالو طالبانو  په دې وروستیو کې د خپلو پرمختګونو سره ادعا کړې چې دوی د هېواد ۸۵ سلنه  خاوره په واک کې لري او لاهم د پرمخنګ ادعا لري، خو افغان حکومت ورڅخه سخت سوال کړی.

افغان حکومت د طالبانو هغې ادعا ته په بارکې چې دوی ویلي د هېواد پر ۸۵ سلنه واک لري غبرګون ښودلی او ویلي یې دي که چیري تاسو دومره ډیره خاوره لرئ نو بیا مو مشران چیري دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د طالبانو له لوري د ۸۵ سلنې خاورو نیولو ادعا رد کړله او زیاته يې کړه که چیري د طالبانو دا ادعا رښتیا وی نو بیا د دوی مشران چیري او ولې د خپلو کورنیو سره په بل ځای کې اوسیږي.

افغان حکومت وروسته له هغه دا غبرګون وښود چې د طالبانو یوه استازي په ماسکو د خبرو پرمهال وویل که چیري طالبان وغواړي نو په دوه اونیو کې ټول افغانستان تر خپل تسلط لاندې را وستلی شي او د هېواد ۸۵ سلنه خاوره هم د دوی  په لاس کې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند خپلې خبرې داسې بشپړې کړې او طالبانو ته یې په خطاب کې وویل د سولې فرصت له لاسه مه ورکوئ او نوکري بس کړئ.

طالب مشران چیري دي؟

د پاکستان د ادعا پر بنسټ د ټولو طالبانو کورنۍ او همدارنګه يې خپل خپلوان په دې هېواد او د دې هېواد تر ولکې لاندې ښارونو کې دي چې په دې هکله د پاکستان د کورنیو چارو وزیر او بیا لومړي وزیر عمران خان دا پخلی وکړ او امریکا ته یې وویل چې دوی پر طالبانو باندې نفوذ نلري ځکه یوازي د طالبانو کورنۍ په پاکستان کې دي.

که څه هم دا ادعا طالبانو رد کړې خو د افغان دولت دې ادعا ته هیڅ ځواب نه شي ورکولی ځکه هیڅ طالب مشر نه په افغانستان کې موجود دی او نه يې هم کورنۍ همدلته هېواد کې اوسیږي.

ځکه خو اوس ښايي د حکومت پر دې سوال چوپتیا غوره کړي او د یوه بل  غیري مستقیم غبرګون له لارې د دې  تیري وار هم پر حکومت وکړي تراوسه پوري  طالبانو هیڅ رنګه غبرګون نه دی ښکاره کړی

Comments are closed.