اتمر د طالب اورپکو اړوند له پاکستانه مهمه غوښتنه وکړه

خبریال وېبپاڼه/ په افغانستان کې د جګړې زیاتېدو نور د افغان چارواکو د صبر کاسه نسکوره کړه او له پاکستان څخه یې د دغه بل شوي اور د مړه کولو لپاره جدي غوښتنې کړې دي.
په دې لړ کې تر ولسمشر محمد اشرف غني، امرالله صالح او حمدالله محب وروسته اوس تازه د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر له پاکستان څخه خپل غوښتنه مطرح کړې ده.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه‌محمود قریشي ته ویلي، چې پاکستان باید په خپل هېواد کې طالبانو پټنځایونه وتړي او دوی سره مالي مرستې بندې کړي.
ښاغلي اتمر تاجکستان کې خپل سیال قریشي سره د لیدلو پرمهال ویلي، چې پاکستان دې طالبان د سولې خبرو ته وهڅوي او نور دې دا بل شوی اور مړ کړي.
په دې لیدنه کې د افغانستان د سولې خبرو اترو د بریالي کېډو په موخه د سیمه‌ییزو مرستو د همکارۍ، د ترهګرۍ پرضد جګړې او په افغانستان او سيمه کې د تل پاتې سولې او ثبات په موضوعاتو خبرې شوي دي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي بیا ویلي، چې د افغانستان مشران باید یوې سیاسي موافقې ته د رسیدو لپاره انعطاف وښیي او سره را ټول شي.
هغه زیاته کړې، نه نړیواله ټولنه، نه پاکستان او نه هم د افغانستان خلک په افغانستان کې کورنۍ جګړه غواړي او د پای ته رسېدو هیله یې لري.
د افغانستان او پاکستان بهرنیو چارو وزیرانو یادې څرګندونې په داسې مهال کړي، چې ټاکل شوې تر راتلونکو څو ورځو د جمهوریت په استازیتوب د افغان حکومت ۱۱ کسیزه ډله دوحې ته ولاړه شي او هلته د طالب مشرانو سره خبرې وکړي.
لا مالومه نه ده چې دغه خبرې به څه نتیجه ورکړي او که نه خو هیله مندي شته چې څه ناڅه مثبته پایله به ولري او روانه جګړه به سړه کړي.
دلته بیا هره ورځ جګړه زور اخلي او لسګونه کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More