The news is by your side.

د روسیې ځانګړی استازی د طالبانو وياند جوړ شوی

خبريال وېبپاڼه: د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمير کابلوف يو ځل بيا د افغانستان په هکله تياره څرګندونې کړې دي.

کابلوف چې د يوې غربي رسنۍ سره یې خبرې کولې د افغانستان د حکومت د سقوط په هکله یې غيرې مسوولانه څرګندونې وکړې، نوموړي د طالبانو په طرف کې د وزن زياتېدو نوره هڅه وکړه او ویې ویل چې که چېرې افغان حکومت د طالبانو سره په خبرو کې بريالی نشي او دواړه لوري د خبرو لارې يوه تړون ته ونه رسېږي نو طالبان به په ټول افغانستان په زور ونيسي.

تر دې وړاندې کابلوف پخپلو څرګندونو کې د افغانستان د حکومت په دریځ شک ښودلی و او ویلي یې و چې افغان حکومت د سولې په روانو خبرو کې ښه نيت نلري او دوه مخيتوب کوي.

د روسیې دغه ځانګړی استازی په داسې حال کې د طالبانو له لوري د ټول افغانستان د نيولو خبرې کوي چې پوهان وايي طالبان نشي کولای په دومره اسانۍ سره ټول افغانستان او کابل ونيسي، پوهان وايي د زور له لارې د طالبانو پر اقدام به دداسې پايلو سبب شي چې د طالبانو موجود نسبي مشروعیت چې د خپلو پلويانو سره یې لري هم له خاورو سره خاورې شي.

د بل لوری پخپله طالبان هم وايي چې په زور د کابل د نيولو هېڅ ډول پلان نلري، د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين پخپله وروستۍ مرکه کې وويل چې دوی په هېڅ صورت د کابل د اشغال کولو نيت او پلان نلري.

د سياسي چارو کارپوهان وايي چې امريکا او روسيه دواړه د افغانستان په روانو حالاتو کې ناسمې موخې لري، د يوه لوري روسيه د طالبانو له لوري د ټول افغانستان د نيولو خبره کوي او رسنیزه کوي او د بل لوري بيا د امريکا متحده ايالات ګاونډيانو هېوادونو ته وايي چې سرحدونه پرانيزی افغان کډوال درځي په افغانستان کې کورنۍ جګړه پېښېږي.

Comments are closed.