The news is by your side.

طالبان دې د امريکا په نيمه خبره پوه شي

خبريال وېبپاڼه: طالبان دې د امريکا په نيمه خبره پوه شي څه موده وړاندې طالبانو په افغانستان کې په چټکۍ پرمختګ وکړ او د هېواد نيمايي ولسوالۍ یې تر کنټرول لاندې راوستې، دغه پرمختګ طالبانو ته زړه ورکړ او د افغان حکومت د تسليمۍ غوښتنې یې پيل کړې.

ددې ډلې يوه غړي مولوي متقي د وروستيو پرمختګونو وروسته په یوه ويډیو کې را څرګند شو او د افغان حکومت څخه یې وغوښتل چې افغان ملي پوځ دې د لويو ښارونو امنيت طالبانو ته وسپاري.

خو څه موده وتلې نه وه چې د طالبانو پرمختګ ورو شو او د ورو والي وروسته اوس د کامل بنديز سره د مخ کېدو په حال کې دی.

له دې ټولو هخوا د امريکا هوايي ځواکونو په طالبانو بمباري پيل کړه اوطالبانو دا ددوحې د تړون خلاف عمل وباله او امریکایانو ته یې وویل چې دا کار به پايلې ولري، امريکايانو البته د طالبانو په دې پڅ غبرګون باندې هېڅ غوږ ونه ګراوه او اعلان یې وکړ چې د طالبانو د حملو د زیاتېدو په صورت کې به امريکايي ځواکونه هم خپلې بمبارۍ زیاتې کړي.

د امریکا له لوري دا اعلان په حقیقت کې طالبانو ته واضح پيغام لري، چېرته چې يی همهلته پاتې شئ د افغان حکومت د سقوط اجازه نشته.

په حقيقت کې په دې اعلان سره امريکا طالبانو ته په واضح ډول وايی چې د افغان حکومت د نسکورولو اجازه به ورنکړي او په دې برخه کې به د طالبانو ځپلو ته دوام ورکړي.

د نړۍ مطلق اکثریت هېوادونه طالبانو ته دا خبره واضح کوي چې د زور له لارې د کابل نيول به ددوی سره د پولې نړۍ ددښمنۍ په مانا وي او طالبان به د قدم اېښودو او‌ اړیکو لپاره بدون له پاکستان څخه هېڅ ځای او هېواد ونلري.

پکار ددې ښکاره بیانونو وروسته طالبان اوس دا درک کړي چې د کابل سقوط به نړۍ ونه زغمي او نړۍ به اجازه ورنکړي چې دوی کابل سقوط کري، نړۍ د کډوالۍ د يو بل طوفان حوصله او ظرفيت نلري، نړۍ په افغانستان کې د يوه بل ناورين ليدل نه غواړي له همدې کبله ښه به دا وي چې طالبان د افغان حکومت سره په خبرو کې نرمښت وښيي او دا خبرې بريا ته ورسوي.

Comments are closed.

koi finance