The news is by your side.

کاناډا مهم اعلان وکړ، په لکونو کډوال مني

خبريال وېبپاڼه: په داسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې د کډوالۍ خلاف دریځ په زياتېدو دی کاناډا اعلان وکړ چې سږ کال به هم په لوړه کچه کډوال ومني.

د کاناډا د تابعيت او کډوالۍ وزير ويلي دي چې دوی به سږ کال پوره ۴۰۱ زره نوي کډوال ومني، په دې کډوالو کې هغه خلک هم حسابیږي چې اوس په کاناډا کې ژوند کوي خو تراوسه يې تابعيت نه دی ترلاسه کړی، له دې جملې څخه ځینې محصلين، کارګر هم دي.

تراوسه پورې په دې اړوند نور دقیق مالومات نه دی ورکړل شوي خو کاناډا تر ډېره مسلکي کسان د کډوال په توګه مني په دې کې هغه خلک چې د تحصيل کچه يې لوړه وي، ډاکټر يا نرس وي او يا هم په بل مسلک کې ښه وړتيا ولري.

کاناډا د سوريې د کډوالو د بحران په مهال هم ددې هېواد ځينې کډوال منلي و، کاناډا د سوريې دننه هغه کډوال منلي و چې مسلکي و او يا یې لوړې زده کړې درلودې مګر نور اروپايي هېوادونه بيا د کډوالو د منلو لپاره په ځانګړي ډول د سوريه يي کډوالو لپاره بېله تګلاره لري.

کاناډا چې د کډوالو د هېواد په نوم هم يادېږي ځکه چې په دې هېواد کې زيات کډوال ژوند کوي او د نفوس ډېره برخه يې د کډوالو څخه جوړه ده هر کال په سلګونه زره کډوال ومني.

په کاناډا کې نظر نورو هېوادونو ته د کډوالو په وړاندې درک وجود لري او دغلته کډوال د ډېر تعصب سره نه مخ کېږي، که څه هم ځينې کاناډايي سياستوال ددې هېواد د حکومت د کډوالۍ په تګلاره نيوکې کوي خو دا هېواد لا هم وايي چې د کډوالو په مخ یې دروازې خلاصې دي.

په دې هېواد کې مخالف سياستوال په ځانګړي ډول د مسلمانو کډوالو مخالف دي او په حکومت تور پورې کوي چې په بې انډوله ډول يې کاناډا ته د مسلمانانو ورتګ ته اجازه ورکړې ده او دا به ددوي ټولنه تخريب کړي.

Comments are closed.

koi finance