The news is by your side.

پښتین طالبانو ته: پاکستان ستاسو دوست نه دی تاسو به بیا په امریکا ړنګ کړي

شمالي وزیرستان کې نن د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه لویه قامي جلسه را وغوښتې وه او په دې غونډه کې يې د افغانستان د روانې جګړې په وړاندې خپل ږغ پورته کړ.

د دې غورځنګ مشر منظور پښتین په خپلو خبرو کې وویل چې موږ پي ټي ام تل د جګړې خلاف را ولاړ شوي یو پر لر او بر وطن افغانستان مو امن غوښتی دی او د همدې غونډې له لارې هم د امن ږغ کوو، او دا ننی جګړه د جګړې خلاف او ترهه ګرۍ خلاف راوتلې ده او د امن ږغ پورته کوي..

منظور احمد پښتین پر پاکستان انتقاد وکړ  او زیاته يې کړه چې تل يې د افغانستان پر خلاف د جنوبي وزیرستان او په ټوله کې د پښتنو  سیمه دافغانستان پر خلاف استعمال کړله  پآکستان پر دې خاورې جبر او ظلم کړی او تل به یې خلک هڅول چې ولاړ شي ثواب وګټۍ جهاد وکړئ، خو دا چې  نن موږ او تاسو ته بچیان ژاړي  خویندي میندي ژاړي همدا د دې جګړې او افغانستان کې د مداخلت نتیجه وه چې د پاکستان په خولې سره موږ ترسره کړه .

هغه وویل د شمالي وزیرستان خلکو ته په خبرو کې وویل چې د پاکستان ریاست مشرتابه او ټول حکومت  يې نه د ژوند په کیسه کې دی او نه يې هم ورته د ژوند اسانتیاوي برابرې کړې دي.

منظور احمد پښتین وویل چې پر افغانستان د هر زبر ځواک د تیري پر وخت پاکستان د افغانستان په چارو کې لاس وهنه کړې او تل يې هلته شر جوړ کړی هغه وو،چې دپښتنو د جدا کیدلو لپاره يې د ډیورنډ کرښه را کش کړله

پښتین د خپلو خبرو پر دوام پر افغان طالبانو ږغ وکړچې پاکستان ستاسو ملګری  نه دی بلکې ستاسو د وطن د ورانولو لپآره هڅې کوي او په دې برخه کې او روانه جګړه د روسیې چین او امریکا ترمنځ جګړه ده چې د اقتصادي کمزورتیاوو لپاره ترسره کیږي.

هغه طالبانو ته په خطاب کې وویل کله چې په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کې  ستاسو واکمني وه نو همدې پاکستان امریکا ته اډې ورکړې او ستاسو واکمني  يې په ړنګه کړه او که چیري اوس بیا هم واک ته رسیږې اول خو به ونه رسیږي ځکه دا ډیره ستونزمنه خبره ده که رسیږي بیا به هم همدا پاکستان اډې ورکوي او تا به پر ړنګوي

Comments are closed.

koi finance