The news is by your side.

نورستان کې خونړي سيلاب تر سلو د زياتو هیوادوالو ژوند‌ اخستی

خبریال ویب پاڼه/ له جګړې وروسته په هېواد کې طبعي افتونه هم کم نه دي چې په ژمي او اوړي کې زموږ د عربيو هېوادوالو ژوند اخلي.
اوس تازه د نورستان ولایت څخه راپورونه وايي چې د دې ولایت په کامدیش ولسوالۍ کې زورور سيلاب راوتلی او زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.
دا زورو سيلاب د کامدیش په ميرديش ديس سيمه کې رامنځته شوې دې خونړۍ سيلاب تر سلو زیات ملکي وګړي شيدان کړي، تراوسه پوري د ۴۰ کسانو جسدونه له اوبو ايستل شوي، ځو د سیمي کلي چې دې سېلاب ځپلي نر ۹۰ سلنه تبا شوي.
د کونړ سيند د خونړيو څپو له امله ډير کسان لا په اوبو کې تري تم دي، او د دې سيند پر غاړه له پرتو ولسونو غوښتل شوي چې په دې سيند کې د راوړل شويو جسدونو په پيدا کولو او ساتلو کې مرسته وکړي.
د دې خونړۍ پيښې د رامنځته کيدلو په هکله تر اوسه چا د مرستې ږغ نه دی کړی او نه هم دولت تر اوسه په دې هکله ځان پوی کړی.
داچې د خلکو کلي کورونه له منځه تللي نو د سر فنا خوراک روغتيا او نورو ټولو برخو کې بيړنيو مرستو ته اړتيا لري، ځکه نو دولت خيريه نهادونو او بډايه هیوادوالو ته په کار ده چې همدا اوس لاس په کار شي او د نورستان له ولسونو سره په دې حساس وخت کې مرسته وکړي.
ولسونو ويلي چې د دې فاجعې د رامنځته ته کيدلو وروسته که چېرې مرسته ونه شي نو ښايي بله فاجعه هم رامنځته شي ځکه له دې خونړۍ سیلاب وروسته خلکو ته هيڅ هم نه دي پاتي شوي او هغوی بيړنيو مرستو ته اړتيا لري.
په هیواد کې د داسې پيښو د رامنځته کيدو په هکله دولت او هيڅوک هم چمتوالی نلري ځکه نو تر دې وروسته هم ځپلي خلک لا زيات په ستونزو کې ګيريږي غوره داده چې تر دولت وړانډې خلک د نورستانیانو مرستو ته را ودانګي

Comments are closed.