د روان وضعیت څخه د خلاصون لار
خبريال وېبپاڼه: د روان وضعیت څخه د خلاصون لار ؛
که څه هم د افغانستان کړکیچ دومره پیچلی پړاوو ته رسیدلی چی شاید ددی بحران څخه د وتلو لار چا ته ښکاری نه خو د سیمیزبرڅواکونو اعلامیو او غبرګونونو ته په کتو داسی د حل لاره تر سترګو کیږی چی کولای شی افغانستان د تباهی څخه وژغوری.
د ولسمشر غنی په هکله که څه هم ټول خبر دی چی د قدرت په خاطر هر څه کولو ته تیار دی تر څو په قدرت کی پاتی شی خو فعلی حالاتچی کومی خواته په چټکی سره په حرکت کی دی ښایی چی اشرف غنی به ډیر په قدرت کی پاتی نشی او حکومت به یی دری یا شپږمیاشتی دوام ونه کړی. که د نړی په هغه ولسمشرانو یو نظر واچوو لکه معمر قذافی، حسن مبارک، صدام حسین، نیکولای چایسیکو او ګڼشمیر نور چی فقط په قدرت کی د پاتی کیدو جنون تر لیونتوبه رسولی ول په ډیر بد برخلیک ککړ شول.
د نړی په تاریخ کی شاید د حزب دیموکراتیک خلق پخوانی ولسمشر دوکتور نحیب الله هغه یواځینی افغان ولسمشر وی چی د خپل هیواد دژغورنی په خاطر یی استغاء وکړه خو د خپلو غدارو ملګرو او د پاکستان د آی، ایس، آی د ناوړه دسایسو ښکار شو چی په نتیجه کیافغانستان د تباهی او بربادی پر درشل ودرید.
په افغانستان کی متاسفانه تریخ تاریخ بار ، بار تکراریږی او نن بیا زمونږ هیواد د تاریخ په ډیر بد موړ کی ولاړ دی چی که له حکمت څخهولسمشر غنی کار وانخیست نو شاید دا ځل تباهی به د دوکتور نجیب الله د حکومت د سقوط پر پرتله سل مراتبه خونړی او تباه کوونکیوی.
د افسوس ځای خو دلته دادی چی ولسمشر غنی لا د انتخاباتو د کمپاین په مووډ کی دی، جذباتی بیانیی او بیا هری جملی په ویلو ددیپه تمه چی حاضرین ورته چک چکی ووهی ددی ښکارندوی دی چی اشرف غنی د اوسنی بد حالت څخه هیڅ ډول متاثر ندی.
مونږ د ملی اجماع خبری ډیری آورو، هم شنونکی او هم سیاسون په ملی اجماع ډیر ټنګار کوی خو تر اوسه هیچا ملی اجماع پهمشخصه توګه نده تعریف کړی، بعضی وایی چی باید هغه ناراضی سیاسیون ولسمشر غنی پر ځان راټول کړی چی بی دندو کورونو کیناست دی، بعضی بیا وایی چی هغه ټول د فکر خاوندان ، د فاکولتو استادان ، سیاسی شنونکی او مدنی فعالان ولسمشر پر ځان راټولکړی، حتا متقاعد نظامیان هم ددی اجماع په ملاتړ ځانته پکی غوښتنه لری چی دوی هم پدی اجماع کی خپله برخه ولری، خلاصه هرسړی د خپلی زاویی غواړی د خپل مسلک خلک او ( ځان ) پدی اجماع کی ووینی، که ولسمشر غنی لاس په کار هم شی او دا خلک داجماع په نوم راټول کړی نو شاید ارګ کی هم دا خلک ځای نشی !
داخل د هیواد کی د هر ډول اجماع جوړول او راغوښتل د وخت ضایعه ده، نه یی پخوا کومه مثبته نتیجه ورکړی او نه به یی اوس ورکړی داهسی ببولالی دی.
د افغانستان اساسی بنسټ د حکمرانی او دولتداری هغه وخت خراب شو چی سردار داود خان په خپل اکا ځوی محمد ظاهر شاه کودتاهوکړه، دا هغه ورز وه چی د افغانستان د بربادی اوله خښته کیښوول شوه، بیا چی کله چپیانو د کمونیزم تر نوم لاندی د داود خان پر ضدکودتاه وکړه او هلته اخوانیانو په پاکستان کی د جرنیل ضیاءالحق په دلالی د سی آی ای لاسونه ونیول نو د افغانستان د تباهی او بربادیبنسټ په جوړیدو شو چی تر نن تاریخه دا د تباهی او بربادی محل لا لوړیږی او لا ځلیږی.
غربی ډیموکراسی ته په خوشبینی مونږ خپل اساس چی د افغانستان د قومونو او ولسونو د یووالی جوړښت وو هم په تیرو شلو کلونو کیدلاسه ورکړ، ددی مضخرفی ډیموکراسی په نتیجه کی زمونږ اساس دداسی کثیفو خلکو په لاس کی ولوید چی د افغانیت په نوم ددوی پهوجود کی هیڅ نښه هم نه لیدل کیږی چی بلاخره د کلونو وروسته ولس ته هم ددوی د اصلیت پته ولګیده او ولس یی اوس د ( ټامیانو) په نومیادوی.
د افغانستان دا ننی بد حالت د همدی ( ټامیانو ) د لاس پیداوار دی، د ښی حکومتولی تر شعار لاندی یی حکومتولی ختمه کړه، داصلاحاتو په نوم یی د بډی په اخیستو نا اهله او بیسواده اشخاص په لوړو دندو وګمارل، د سرمایه ګذاری په نوم یی اربونه ډالر د ملکهوویستل او د عوایدو په نوم یی ګمارکات او دولتی شتمنی په خپلو کی د غنمیت مال په توګه تقسیم او چور کړی، د همدی ټامیانو دغوخطرناکو عملونو په نتیجه کی نن دا بد حالت راغلی.
اوس که دلته د اشرف غنی د ناقصی حکومتولی د کارنامو په لیکلو شم نو اصله موضوع به چی د افغانستان ژغورل دی پاتی شی خو دبیلګی په توګه دغو ناوړه کړنو ته اشاره پدی خاطر ضروری ګڼم ځکه چی د همدی ناوړه کړنو له وجی مملکت نن د تباهی په درشل ودریداو که اشرف غنی دغو ناوړه کړنو ته دوام ورکړی او په تشو احساساتی خبرو وغواړی چی حالات انحصار او بهتری خواته یووسی نو بیادا محال دی، جنون دی او لیونتوب دی.
د ژغورنی لار څه ده ؟
هو ، حقایق د افغانستان د ولس پر مخ لکه د ځلانده لمر داسی پراته دی چی څنګه امریکایانو د سلګونو ژمنو باوجود افغانستان یواځی پهبدو حالاتو کی پریښود او د پښو سپکولو هڅی کوی، یعنی هم وتلی او هم ندی وتلی، ویلای شو چی دوی ممکن د مذبذب حالت ښکار ویاو یا هم دوی هغه څه په پلان کی لری چی مونږ پری نه پوهیږو، شاید د څه موخو د لاس ته راوړلو په خاطر به دوی دا زر سرتیری کابل کیساتی.
ولسمشرغنی د جنرال مکینزی ددی اعلامیی چی زر امریکایی سرتیری به کابل کی میشت وی او پر طالب جنګیالیو به خپلو هوایی بریدونوته دوام ورکوی ډیر ګرم هر کلی وکړ او ښکاری داسی چی د جنرال مکینزی اعلامیی د اشرف غنی د ویجاړ حکومت لپاره د سیروم کارورکړی وی خو آیا ددی محدود نظامی شتون او ددی حملو دوام به څومره موثریت ولری او تر کومه به دوی دغو حملو ته دوام ورکوی ؟
زه فکر کوم ددی معما ځواب به خپله د جنرال مکینزی سره هم نه وی !
د امریکا د دری ملیاردو ډالرو کلنی ژمنه شاید د ژمنی پوری محدوده پاته شی ځکه چی که د ولایتونو سقوط پیل شو او کابل کلاء بند شونو په هغه صورت کی امریکا هم لیونی نده چی فقط یو د ارګ ساتلو په خاطر ملیاردونه ډالر ولسمشر اشرف غنی ته ورکړی او یا ممکن کهددی زر تنو سرتیرو او هوایی حملو په نتیجه کی طالبان ټول ختم شول نو ممکن دا دری ملیارده ډالر به په شپږ ملیاردو ډالر د کال بدلشی، آیا ولسمشر اشرف غنی د افغانستان په خلکو او د افغانستان پر برخلیک قمار وهی؟
د افغانانو په تصور کی هم دا چیرته نه راتله چی یوه شپه به امریکایان د بګرام هوایی اډی څخه پټ ووځی او پښی به سپکی کړی. دافغانانو مینځ کی د بګرام هوایی اډی په هکله مختلفی آوازی تر غوږه کیدی، چا به ویل چی د بګرام هوایی اډی څخه تر امریکی سفارته یوتونل جوړ شوی چی په دی تونل کی امریکایان د موټرو په ذریعی بګرام او سفارت ته تګ راتګ کوی، چا به څه ویل او چا به څه خو آخر کاردا شوو چی نه تونل وو نه هم د ځمکی لاتدی ۷ طبقی تعمیرات، د یوی شپی د تیارو څخه په ګټی پورته کولو خلکو پښی سپکی کړی، د کارشیان یی ټول یووړل، چی وړلای یی نشول هغه یی کباړ کړل او چی نه کباړیدل هغه یی پریښوول، سوال دلته دادی چی د شلو کلونو نهوروسته، د سلګونو ژمنو باوجود، ددومره آوازو په آوریدو او بیا د شپی په تیارو کی د پښو په سپکولو به بیا افغان ولس دی ته اړ شی چی پرامریکایانو یا ددوی پر وعدو او ژمنو باور وکړی؟
د پاکستان صدراعظم پرون د زیری په توګه په ډیری بی شرمی ددی پخلی وکړ چی د سولی دروازی تړل شوی او د جګړو د شدت امکانیی وښود، مګر ددی جناب د عالمانه څرګندونو څخه پرته هم مونږ افغانان پوهیږو چی حالات مخ په خرابیدو دی او د امریکایانو د بمباریوباوجود طالبان پرمختګونه لری، نو دلته بیا مونږ ته سوال پیدا کیږی چی ددی بدو حالاتو د مخنیوی په خاطر به آیا ولسمشر بایډن او د ناټوسرمنشی لس یا شل زره ناټو او امریکایی عسکر بیا افغانستان ته راولیږی چی وضعیت تر مدیریت لاندی راولی ؟
پدی خو اوس ماشوم هم پوهیږی چی ددی سوال ځواب ( نه ) دی، نو بیا کوم عقل او منطق به دا ومنی چی دا روان بد وضعیت به دا زر تنهامریکایی سرتیری محار کړی؟
په تیره لیکنه کی ما د سیمی هغه لوبغاړی په ګوته کړی وو چی د افغانستان د روان بد حالت اصلی عاملین دی او هم می ددوی پهرانلونکی عزایمو رڼا اچولی، غواړم دلته فقط اشاره وکړم چی د سیمی قدرتونه ( چین ، روس، ترکیه، ایران او پاکستان ) غواړی چی دخپلو عزایمو د تر لاسه کولو په خاطر طالبان د اشرف غنی بدیل وګرځوی، او تر ډیره حده ددی ( عزایمو ) وجه هم خپله اشرف غنی دی.
د سیمی قدرتونو ته ثابته ده چی اشرف غنی د قدرت تګی دی او په قدرت کی د پاای کیدو په خاطر خپله بقاء د امریکا او ناټو په شتون اووجود کی ګوری او هم په قدرت کی د پاتی کیدو په خاطر جګړی ته زیاته ترجیح ورکوی چی د اشرف غنی دا نامعقول موقف د سیمیقدرتونه هڅولی چی د افغانستان وضعیت د طالبانو په لاس تباه کړی تر څو نه په افغانستان کی امریکایی سرتیری پاتی وی او نه ددویکوم اثر او کوم رسوخ.
اشرف غنی سره د روان بد حالت د محارولو هیڅ کومه طرحه نشته ځکه هره طرحه د اشرف غنی پر استعفاء راڅرخی او دا هغه څه دیچی اشرف غنی او ټامیانو ته د منلو وړ ندی. د افغان ځواکونو څخه اشرف غنی پداسی حال کی تعهد اخلی چی د همدی سربازانوتنخواوی د اشرف غنی ټامیان حیف و میل کوی، نه سربازانو ته دوس خوراک رسوی نه مهمات نو په نتیجه کی افغان ځواکونه مجبوریږیچی طالبانو ته وسلی پر ځمکه کیږدی خو د اشرف غنی ټامیان او د ارګ خبیثه حلقه د افغان ځواکونو تسلیمی د دښمن تبلیفات ګڼی، چوند ټامیانو ټول دارومدار او حکومتولی یواځی په فیسبوک روانه ده نو دوی فکر کوی چی طالبان هم په فیسبوک کی جګړی کوی !
ددی ټولو بی کفایتیو په لیدو د سیمی قدرتونه مجبور دی چی پوستین ( افغانستان ) ته اور واچوی تر څو سپګی ( امریکایان) تری ووځیځکه که دا سپګی په پوستین کی پاتی شی نو ممکن صبا دا سپګی له دی پوستینه د پوټین د وریښمنو چپنی ( منځنی آسیا) او د ژین پینکشمیری سوټ ( ترکستان ) ته ورشی، نو له دی ډاره دا دوه مهم سیمیز زبرځواکونه له مجبوری ورزی پوستین ته د طالب په پراخ لاس اوراچولی.
ددی پر ځای چی ولسمشر غنی په ازبکستان کی د آسیایی هیوادونو په غونډه کی د افغانستان د تباهی د مخنیوی په خاطر جامع لایحهوړاندی کړی، اشرف غنی په نیووکو پیل وکړ او هغه موقع یی هم دلاسه ورکړه. د اشرف غنی نیووکی پر پاکستان ثابته کړه چی اشرفغنی د سیمی څخه هیڅ خبر ندی، که په همغی مجلس کی یی د همدی پینځه واړو ( چین ، روس، ترکیی، ایران او پاکستان ) نومونهاخیستی وای او دوی یی د افغانستان د روان بد حالت اصلی عاملین ښوولی وای نو که نور هیڅ هم نه وو نو دا خو به یی ثابته کړی وایچی د افغانستان ولسمشر احمق ندی، خو یواځی پر پاکستان نیووکو دا ثابته کړه چی ولسمشر غنی د خرګوش په خوب ویده او د سیمیڅخه مطلق ناخبره دی او هغو نیووکو یی هم کوم ځای ونه نیوو.
د اګست د ۳۱ تاریخ په رارسیدو سره چین احساس وکړ چی ګواکی امریکایان په مکمله توګه له افغانستان څخه وځی نو د همدی په خاطرد چین خارجه وزیر اسلام آباد ته سفر وکړ او هلته یی د پاکستان خارجه وزیر سره ګډه اعلامیه ورکړه او په ډاګه یی کړه چی چین دافغانستان څخه د امریکایانو د وتلو وروسته د هر ډول کورنی جګړی په هکله اندیښمن دی او ټینګار یی وکړ چی د هر ډول کورنی جګړیمخه باید ونیول شی، خو په صبا یی امریکایی جنرال مکینزی اعلامیه ورکړه چی زر تنه امریکایی سرتیری به کابل کی د امریکی سفارتاو هوایی ډګر د امنیت لپاره پاتی وی او هم به دوی پر طالب جنګیالیو خپلی هوایی حملی جاری ساتی چی بیا ددی اعلامیی په غبرګونکی د افغانستان لپاره د روسیی خاص استاذی کابلوف په مضحکه خیزه لحجه کی وویل چی امریکایان ځکه زر سرتیری په کابل کیپریږدی چی دوی خپلی تیښتی ته لار هواره وی.
د کابلوف د خبرو تحلیل دادی چی دوی ( چین ، روس ) به حالات دومره حد ته خراب کړی چی دا زر تنه امریکایی سرتیری به هم لکه دبګرام د امریکایانو غوندی د کومی شپی په تورتم کی پښی سپکی کړی !
د حل په لاره به رڼا واچوو؛
ولسمشر غنی باید عاجل د غفلت د خوبه راویښ شی، تر ټولو لمړی باید دا فاسد ټامیان چی ارګ کی یی په خپل شاوخوا کی راټول کړیټول محبس ته واچوی او ځارنوالی ته امر وکړی چی ددوی د فساد دوسیی مکملی کړی.
یو لس کسیزه ټیم د پاکو ، درنو او تجربه لرونکو خلکو څخه جوړ کړی او اولین سفر ددی ټیم سره یوځای بیجینګ ته وکړی. هلته د ژین پینسره په لیدنه کی د افغانستان صورتحال ، جګړه او د جګړی ناوړه تاثیراتو په هکله مختصره معلومات ورکړی او بیا د امریکا او ناټو وتل دخبرو محور وګرځوی.
اشرف غنی باید چینی ولسمشر ته په افغانستان کی د جګړی د دوام د ناوړه عواقبو او د جګړی د خاتمی ګټی شرح کړی، زه مطمین یمچی د افغانستان په هکله د هغوی ( چین ولسمشر ) معلومات د اشرف غنی څخه زیات دی.
اشرف غنی باید دا وړاندیز چینی ولسمشر ته وکړی چی اشرف غنی حاضر دی چی د واک څخه تیر شی تر څو افغانستان د جګړی دناوړه عواقبو څخه وژغورل شی او د چین څخه وغواړی چی په عاجله توکه د سیمی اجماع راوغواړی چی په هغی اجماع کی به اشرفغنی خپله استعفاء وړاندی کړی او طالبان به اوربند وکړی، ددی قدم اخیستو نه وروسته دا بیا د اجماع پریکړه او مسوولیت دی چیطالب ته قدرت سپاری، موقعت حکومت جوړوی، انتقالی او یا کوم دیکتاتور پری کینوی خو اشرف غنی به په حقیقت سره افغانستان او پهتاریخ کی خپل نوم ژغورلی وی.
الحاج اجمل خان ځاځی
Comments are closed.