The news is by your side.

پاکستان: نور مو دا مهاجر در وغواړئ

خبريال وېبپاڼه: پاکستان: نور مو دا مهاجر در وغواړئ، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت يوه وياند په دې هېواد کې د موجودو کډوالو په وړاندې يو ځل بيا خپله بې حوصله ګي بيان کړې ده او ويلي يې دي دا مېلمه توب نور ډېر اوږد شو.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزرات وياند حفيظ ذاهد چوهدري ويلي چې په پاکستان کې موجود کډوال دې نور افغان حکومت ور وغواړي چې ددې ځای څخه ولاړ شي.

دغه وياند وړاندي پخپلو خبرو کې وويل په حقيقت کې موږ د افغانستان سره د اړيکو کمېدل او ټيټېدل نه غواړو، دا ډول کوم نیت نلرو خو بايد ووايم چې نور افغان کډوال دلته نشو منلی د افغان حکومت څخه غوښتنه کوو چې نور دې دا کډوال ور وغواړي.

د بهرنيو چارو د وزرات دغه مقام د خپل سفير په هکله هم يو لړ څرګندونې وکړې، حفيظ چوهدري وويل چې اسلام اباد نه غواړي له کابل څخه خپل سفير بېرته را وغواړي.

تېر اختر د کابل سفير د افغانستان څخه ووت او بيا یې تراوسه په هکله دقیق معلومات نشته، په همغه وخت کې د افغانستان ولسمشر اشرف غني د اسلام آباد څخه خپل سفير را غوښتی و او څه موده وروسته پسې د پاکستان سفير هم کابل پرېښود.

خو وروسته د پاکستان سفير وويل چې ده دا سفر مخکې له مخکې پلان کړی و او د حکومت له لوري پاکستان ته نه دی ور غوښتل شوی‌.

د يادونې وړ ده چې همدا اوس د پاکستان ترڅنګ په ايران او ترکيه کې هم په لوړ شمېر افغان کډوال موجود دي او هره ورځ په زرګونو نور افغانان هم د قاچاقي لارو نورو هېوادونو په ځانګړي ډول ترکیې ته ځي.

شننونکي نيوکه کوي چې د حکومت او طالبانو له لوري په افغانستان کې د جوړجاړي د ځنډېدو له کبله خلک ورخطا دی او کډوالۍ ته یې مخ کړې ده او دغه هېوادونه به وروسته بېرته همدا کډوال د خپلو موخو لپاره کاروي.

Comments are closed.

koi finance