The news is by your side.

عمرانخان: په ښکاره د کشمېر او افغانستان مسله سره وتړله

خبریال ویب پاڼه/ د پاکستان لومړی وزیر ګیله من او ویلي يې دي او یو ځل يې بیا په دې ځان پوی کړی چې افغانان ورڅخه نفرت خو دی يې نه مني او دا د هند تبلیغات بولي.

هغه ویلي که چیري هند د کشمېر په هکله خپله پریکړه وا نه خلي نو دوی به هم د افغانستان په موضوع له هند سرته ونه ږغیږي یعني کشمېر يې له افغانستان سره وتړی.

عمرانخان په خپلو خبرو کې وویل چې په افغانستان کې د پاکستان په هکله یو غلط تصو او انځور خپریږي چې کنټرولیږي او دا چاره هند ترسره کوي

هغه په دې غونډه کې د خپل هېواد په وړاندې د افغان چارواکو څرګندونې خواشینوونکې وبللې او زیاته يې کړه چې موږ له امریکا او بای وروسته له افغان دولت سره د طالبانو د مذاکراتو لپاره طالبان قانع کړل او  ډیري هڅې مو وکړې او په سیمه ییزه کچه بل هیڅ هېواد دومره کوښښ نه دی کړی لکه پاکستان چې کړی دی.

د عمرانخان له دې خبرو داسې ښکاري چې پاکستان اوس هم د هند مقابل کې ډیری د افغانستان ضد کارونه د همدې هېواد له امله کوي چې تر ډیره بریده يې وړاندې هم فکر کیدی.

هند او پاکستان

په سیمه ییزه کچه دوه ګاونډي هېوادونه هند او پاکستان چې ځانونه  یو د بل دښمنان  بولي غواړي په هره برخه کې سیالي وکړي پاکستان تر دې وړاندې هم پر هند تورنه لګولي وو، چې د افغانستان خاوره د پاکستان په وړاندې استعمالوي، خو هند د دوی د دې ادعا وو، په هکله سر لا نه دی خلاص کړی او نه يې هم تراوسه کومه څرګندوه پرې کړې.

افغانستان کې بیا پآکستان له ډيره وخته هر افغان د خپل ازلي دښمن په نوم پیژنې دا که ووړ او یا زوړ نسل دی خو دښمن يې بولي او د عمرانخان دا خبره چې دا د هند تبلیغات دي هیڅ د منلو وړ نه ده

 

Comments are closed.