The news is by your side.

ترکیه؛ په افغانستان کې به هېڅ ډول جنګي ماموریت ونلرو

خبريال وېبپاڼه: ترکیه؛ په افغانستان کې به هېڅ ډول جنګي ماموریت ونلرو، په داسې حال کې چې د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پروسه پای ته په رسېدو ده تراوسه هم د ترکیې له لوري د کابل د هوايي ډګر د ساتنې په هکله نېغه پرېکړه نده شوې.

تازه د ترکیې هېواد ددفاع وزارت وياندې پنار کارا رسنيو ته پخپلو خبرو کې ويلي دي چې په دې هکله اوس هم خبرې روانې دي او وروستۍ پرېکړه نده شوې، دې پخپلو خبرو کې دا هم وويل چې ترکيه به په افغانستان کې هېڅ ډول جنګي ماموریت ونلري.

د پنار په وينا که ترکيه د کابل د هوايي ډګر د ساتنې چارې هم په غاړه واخلي نو دوی به صرف د ځان څخه ددفاع حق ولري او په هېڅ ډول عملياتو کې به برخه وانخلي.

ترکيه په داسې حال کې د جنګي ماموریت د نه په غاړه اخيستلو خبرې کوي چې په افغانستان کې د شل کلن حضور په موجودیت کې یې هم هېڅکله په نظامي عملياتو کې برخه نه ده اخیستې.

څه موده وړاندې کورنيو رسنيو خبر ورکړ چې ګواکي ترکيې اعلان کړی دی چې د کابل د هوايي ډګر د ساتنې چارې په غاړه اخلي، دغه اعلان که څه هم سم نه و، وروسته ترکي مقاماتو وويل چې ترکيې خپل نهايي پرېکړه نده کړې خو طالبانو دې خبر ته په غبرګون کې وويل چې په افغانستان کې د ترکي ځواکونو پاتې کېدل ورته د اشغالګرو حیثیت لري او په وړاندې به یې جګړه وکړي.

وروسته د ترکيې حکومت اعلان وکړ چې دوی په دې هکله د طالبانو سره مذاکرات پيلوي، طالبانو ويلي و چې ترکیې ورسره ژمنه کړې ده چې په دې هکله به یو طرفه تصميم نه نيسي.

ترکيه په عين حال کې د کابل د هوايي ډګر د ساتنې لپاره ځينې شرطونه لري چې هغه د امريکا او متحدينو له لوري مالي کمک، سياسي ملاتړ او لوجستیکی مرسته ده.

د چارو شننونکي نيوکه کوي چې افغانستان بايد د دري نيم لکه پوځ نه درلودلو دومره توان ولري چې يو هوايي ډګر وساتي.

Comments are closed.