فاطیمون د طالبانو په هکله خپل دریځ څرګند کړ ایا جګړه کوي؟

خبریال ویب پاڼه/ فاطیمون ایران پلوه او تر یوه بریده په نړیواله کچه بد نامه ډله ده دوی به د طالبانو په وړاندې کوم پروګرام لري یا نه خو اوس يې د ډلې استازې نوې څرګندونې کړې دي.
وړاندې ویل شوي وو، چې فاطیمون به د طالبانو په وړاندې په حتمی ډول سره کومه برنامه ولري او په وړاندې به یې دریږي خو اوس د دې ډلې یو چارواکي په دې هکله تازه څرګندونې کړې.
حجت الاسلام ګنابادي نژاد، چې د فاطیمون ډلې فرهنګي او رسنیز مرستیال دی په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې زموږ له طرفه له طالبانو سره د مبارزې خبرونه ناسم دي او د دوی ډله په افغانستان کې حضور او له طالبانو سره د مبارزې هیڅ پروګرام نلري.
نژادې وویل تکراروم چې فاطیمون لښکر په افغانستان کې حضور او له طالبانو سره د مبارزې هیڅ پروګرام نلري او دا یوازي د لویدیځ رسنیو امریکا او اسرائیلو پروپاګند دی.
اوس تازه د افغانستان نژدې په ۲۰ ولایتونوکې خونړۍ نښتې روانې دي او په دې منځ کې د افغانستان شمالي ولایتونو کې د یوشمېر بهرنیو وسلوالو د شتون راپورونه ورکول شوي.
فاطیمون په ۲۰۱۱ زیږدیز کال کې د افغانستان له شعتیه اتباعو څخه جوړه شوه دوی له ایران څخه د دایمي او اقاميې ژمنې تر لاسه کولو په بدل کې د ایران په ملاتړ د سوريې جګړې ته واستول شول.
فاطیمون چې د جنګیالیو شمېر به یې تر ۲۰ زره کسانو رسیږي یوازي يې ۲۰۰۰ زره کسان د سوريې په جګړه کې ووژل شول او دا ډله لاهم فعاله ده.
د افغانستان د څارګزې ملي ادارې پخواني مشر رحمت الله نبیل ویلي چې د فاطیمون ډلې له ۲۵۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ غړي د سوريې له جګړې وروسته بیرته افغانستان ته راستانه شوي دي.
پر دې او نورو وسلوالو ډلو چې د ایران او پاکستان له لوري حمایه کیږي اوس هم شک کیږي چې په نا امنیو کې لاس لري او په افغانستان کې د قانون ضد کارونه ترسره کوي خو تراوسه پوري چا هم د دې ډلې پر ضد جدي اقدام نه کوي دا چې دوی به له طالبانو سره څه وکړي مالومات نشته خو لیري نه ده چې دوی به له طالبانو سره ولګیږي