The news is by your side.

پاکستان په افغانستان کې خپله مهمه موخه بیان کړه

خبريال وېبپاڼه: پاکستان په افغانستان کې خپله مهمه موخه بیان کړه، افغانستان په داسې يوه دوره کې قرار لري چې پکې د بدلون په هکله باید مهمه پرېکړه وشي، يو نوی جنګ او که د مسير بدلون او نوی پيل، له همدې کبله په دې حساس وخت کې اوس د سیمې هېوادونه خپلې غوښتنې یو څه واضح بيانوي.

تازه د پاکستاني مقاماتو له لوري هم سپېنې څرګندونې او غوښتنې شوې دي، د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزير چوهدري فواد حسين چې د پاکستان صدراعظم عمران خان ته ډېر زيات نېږدې کس ګڼل کېږي په وينا کې وويل چې د پاکستان موخه د افغانستان له لوري د مرکزي اسيا او ورپسې د اروپا سره وصل کېدل دي.

پاکستاني وزير وړاندې وويل چې پاکستان نیت لري د ریل ګاډي له لارې د مرکزي اسيا سره ځان ونښلوي، له همدې پلان یې دادی چې د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته د اوسپنيز پټلۍ پروژه پيل کړي، د نوموړي په خبره چې ددغو موخو د پوره کېدو لپاره په افغانستان کې امن ډېر زيات مهم دی.

حسين زیاته کړه چې د اوسپنې دا پټلۍ به د کرزي اسيا هېوادونه د پاکستان او چين د پروژې سيپک سره ونښلوي او همدا ډول به د همدې پټلۍ له لارې وړاندې پاکستان د اروپایي هېوادونو سره وصل شي.

نوموړي وویل چې د مرکزي اسيا او اروپا سره ددوی نښلېدل ددوی لپاره ډېر زيات اړين دی او ددې سیمو مارکېټونو ته ددوی داخلیدل یو لوی هدف دی له همدې کبله دوی به دې موخې ته د رسېدو لپاره پوره کوشش وکړي.

د پاکستان له لوري دا څرګندونې په داسې مهال کې کېږي چې ولسمشر غني په خپلو وروستيو څرګندونو کې هم وويل چې پاکستان په خوله وايي چې د طالبانو حکومت او د جګړې دوام نه غواړي خو د بل لوري بيا د خپلو خبرو خلاف د طالبانو هر ډول ملاتړ کوي.

ولسمشر غني په خپلو وروستيو څرګندونو کې وويل که پاکستان په واقعي ډول افغانستان ته ددوستۍ لاس ورکړي نو افغانستان به مرکزي اسيا د پاکستان سره د وصل لپاره تياره کړي، غني ويلي و چې د يو اباد افغانستان له لارې به پاکستان په اسانۍ مرکزي اسيا ته لاره ولري.

Comments are closed.