چین د افغانستان په هکله خپله مهمه پرېکړه اعلان کړه
خبريال وېبپاڼه: په داسې حال کې چې د افغانستان د تاريخ يوه بله مهمه صفحه په بندېدو ده او د افغانستان څخه امریکايي ځواکونو وزي د ډېری کسانو سره دا پوښتنه او اندېښنه وه چې هسې نه د امریکا د وتلو وروسته چين خپل پوځیان افغانستان ته راولېږي.
افغانستان په تاريخ کې د برتانيا، روسيې او امريکا يرغل تجربه کړی دی، دا ځل داسې اندېښنو شتون درلود چې اوس به چين په افغانستان کې خپل قسمت ازمايي.
خو د ملګرو ملتونو له لوري د افغانستان په اړوند جوړه شوې غونډه کې ددې هېواد استازي دای بينګ دغه اندېښنو ته د پای ټکی کېښوده او ويې ويل چې په افغانستان کې د هېڅ هېواد نظامي ښکېلاک دغه هېواد ته ارامی نشي راوړی.
په دې ډول چين دا په څرګنده بيان کړه چې دغه هېواد په افغانستان کې د هیڅ ډول نظامي مداخلې پلان نلري، تر دې وړاندې هم د چین د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو سره پخپله لیدنه کې ویلي و چې د افغانستان خپلواکۍ ته بشپړ درناوی لري.
ښاغلي دای وړاندې پخپلو خبرو کې وويل چې نړیواله ټولنه باید مرسته وکړي ترڅو په افغانستان کې د کورني تاوتريخوالي د زياتېدو مخنيوی وشي، ده زياته کړه چې د افغانستان څخه د بهرنیو چارو ځواکونو د وتلو سره بايد د افغان حکومت د مشرانو سره مشوره وشي ترڅو دا پروسه په ارام ډول سره ترسره شي.
د چین استازي پخپله وینا کې وویل چې د نړۍ هېوادونه بايد د سیمې له هېوادونو سره پخپلو معاملو شفاف وي، ده زياته کړه چې نړیوال ځواکونه بايد د افغانستان څخه د وتلو وروسته په دې هېواد د ستونزو د پرېښودو څخه ډډه وکړي.
نوموړي په افغانستان کې د هغه دولت د جوړېدو مخالفت وکړ چې په زور باندې په خلکو تحميل شوی وي، ده وويل چې چين د زور له لارې د رامنځته کېدونکي حکومت پلوي نکوي، دای وړاندې زياته کړه چې امریکا باید په افغانستان کې په خپلو ژمنو باندې عمل وکړي.
د چین استازي هيله مندي وښوده چې افغان حکومت او طالبان به د خبرو له لارې ژر د سولې يوه لاره را وباسي او په افغانستان کې به موجود مشکل د خبرو له لارې حل شي، ده وويل؛ موژ ددې منتظر او ليوال يو چې افغانستان يو ځل بيا تولد شي او يوی پراخ سياسي جوړښت رامنځته شي چې د يو معتدل اسلامي دريځ ولري او د خپلو ګاونډيو هېوادونو سره ښې دوستانه اړیکې ولري.
Comments are closed.