The news is by your side.

د کابل څخه د تښتول شوې اوکراینۍ الوتکې په هکله تازه جزیات

خبريال وېبپاڼه: د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی دی چې ددې هېواد یو الوتکه د کابل د هوايي ډګر څخه د ناپېژنده کسانو له لوري تښتول شوې ده.

دغه الوتکه کابل ته راغلې وه ترڅو اوکرایني پوځیان او ددې هېواد ځينې اتباع، ورسره بعضې افغانان له کابل څخه وباسي خو دا الوتکه ناپېژنده کسانو له کبله څخه تښتولې ده، د لومړیو معلوماتو په اساس دا الوتکه ايران ته تښتول شوې ده.

مګر د ايران د هوايي چلند د ادارې یوه ویاند دا خبر رد کړی دی او ويل يې دي چې د اوکراین هېڅ ډول الوتکه د افغانستان له لوري دې هېواد ته نه ده داخله شوې.

دا پېښه تېره اونۍ رامنځته شوې ده خو د اوکراین له لوري اوس دا خبره رسمی او رسنیزه شوه.

لومړی اوازې دادي چې الوتکه ايران ته تښتول شوې ده، خو ايراني چارواکي بيا دا اوازې ردوي، تر دې وړاندې ايران د اوکراين يوه الوتکه رانسکوره کړې وه چې وروسته یې د هغه مسولیت هم نه منلی مګر څه موده وروسته بيا ايران دا ومنله چې الوتکه ددوی له لوري نسکوره شوې ده.

د طا لبانو له لوري د کابل د نيولو وروسته ډېری هېوادونه افغانستان ته خپلې الوتکې را استوي خپل اتباع او پوځيان د افغانستان څخه وباسي، خو دا لومړي ځل دي چې په دې حالت کې د یوې الوتکې د تښتول کېدو خبر ورکول کیږي.

د کابل هوايي ډګر همدا اوس د هر ډول ملکي الوتنو په وړاندې تړلی دی، صرف پوځي الوتنې ترسره کیږي چې ډېری يې د امريکا د متحده ايالاتو د هوايي ځواکونو دي، دوی خپل اتباع، د سفارت کار کوونکي او ورسره افغان همکاران وباسي.

په کابل کې بيا تا لبانو د الوتکې د تښتولو په هکله څه نه دي ويلي د بل لوري بيا د هوايي ډګر مسولیت د امریکایانو سره دی او هلته د افغان پوځیانو يا طا لب ځواکونو کوم اختیار او کنټرول نشته دی.

طا لبانو تېره ورځ د کابل د هوايي ډګر په اوسني حالت نيوکه کړې وه او ويلي يې و چې ددې حالت مسولیت امريکا ته متوجه دی او بايد ژر ترژره دې حالت ته د پای ټکی کېږدي.

ليکوال سيد جمال ابراهیمي

Comments are closed.