The news is by your side.

د بايډن او غني ټليفوني مکالمه کې څه ويل شوي؟

خبريال ويب پاڼه/ په يوازي يولس ورځې کې‌ د افغانستان د يو داسې نظام سقوط چې لکونه پوځ هوايي ځواک پوليس او ملي امنیت يې لرل شونی نه دی او نه هم دا فکر کیږي، خو د فکر خلاف د افغانستان جوړ حکومت سقوط په يولس ورځې کې رامنځته کيږي هرڅه له منځه ځي او ولسمشر تښتي.

خو سؤال دادی چې په دې مهم مقطع کې امريکا اوخپله تښتيدلي اشرف غني څه وکړل؟
په دې اړه د وروستیو شېبو او څرګندونو په هکله رويټرز خبري اژانس يو اوږد راپور خپور کړی د بايډن او غني د وروستي دريځ په هکله يې مهمې خبرې را سپړلې.
که څه هم د بايډن او غني د يارانې له سره مزه‌ نه وه خو بیاهم بايډن غوښتل مرسته ورسره وکړي خو ويل کيږي چې غني يوازي پر جګړه ټينګار کاوه او بل يې کټم پلان نه درلود.
دوی په وروستۍ موقع کې ۱۴ دقیقې پر ټليفون يو له بل سره ږغيدلي.
رويټرز ويلي دواړه ولسمشرانو د راتلونکي په هکله داسې فکر نه وو کړی چې دومره لويه خلا به رامنځته ته شي.
بايډ د خپلو خبرو په يو برخه کې اشرف غني ته ويلي وو، چې هېواد يې له افغانستان سره په نظامي اقتصادي او ټولو برخو کې چمتو دی چې ورسره مرسته او همکاري وکړي خو غني يې بايد واضحه کړي چې څه پلان لري.
بايډن د‌ افغان حکومت د ساتلو لپاره خپل پوره چمتوالی نيولی وو خو دا چې تښتيدلي غني هيڅ پلان نه درلود هرڅه يې خراب کړل.
اشرف يوازي پر جګړه کولو ټينګار کړی وو، او له امريکا څخه يې په مقرر ډول د نظامي مرستو د‌ دوام غوښتنه کوله او له هغه سره سم امريکا پر طالبانو هوايي بريدونه هم زيا کړل.
خو هرڅه له منځه ولاړل بايډن او غني وطن ونشو ژغورلی او جوړ نظام يې په خپله تیښته او ملي خيانت ړنګ کړ.
که څه هم غني په خپل يوه ويډيويي پيغام کې ځان ته د توطيې جوړولو خبره کوي خو له دې مکالمې ښکاري چې اشرف غني درواغ وايي.

تراوسه پوري په رسمي ډول د دې راپور په هکله څه نه دي ويلي او نه هم غني کومه څرګندونه کړې ده

Comments are closed.