The news is by your side.

کرونا مخنیوی :مصر کې د حرم ډوله شکلونو

خبریال وېب پاڼه/ په دې وروستیو کې په نړۍ کې د کرونا ویروس د خپریدا د مخنیوي په پار په بېلابېلو هېوادونو کې د بېلابېلو تکیتکونو او لارو چارو ګټه اخستل کیږي.

تر ډېره د کرونا ویروس یا کووید١٩ څخه د ژغورنې او د ياد ویروس د خپریدا د مخنیوي لپاره په نړیواله کچه قرنطین کېدل او د ښارونو او هټيو بندېدل او په کور کې د پاتې کیدو سپارښتنې ترسره کیږي.

خو د دې ټولو هڅو سره سره بیا هم د کرونا ویروس د خپرېدا د مخنیوي په چارو کې نړۍ نه ديبریالي شوي او نه هم تراوسه د کرونا ویروس کوم درمل او واکسين جوړ شوي دي.

راځو اصلي مطلب ته هغه هم دا چې په مصر کې، په کور د خلکو د پاتې کېدو لپاره له یوې نوی لارې چارې څخه ګټه پورته شوي ده.

مصر کې حکومتي مسؤولینو بېلابېلې برخې په څراغونو سره روښانه کړي دي او د حرم په شکل یې جوړ کړي او په دې توګه یې له خلکو څخه په کور د پاتې کېدو غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په کور کې د پاتې کېدو پیغام حرم ته په ورته شکل نندارې ته اېښودل شوي، له دې چارې د مصر د حکومت موخه د کرونا ویروس د خپرېدا مخنیوي دی.

د دې حرم شکلونو په ښکلا کې د بېلابېلو لایزرونو او ښکلو بېلابېل ډوله رنګ لرونکو څراغونو څخه ګټه پورته شوې ده.

نه يوازې دا چې دا چاره به د دغه هېواد خلک په کور کې پاتې کېدو ته راوبولي، بلکې ترڅنګ یې خلکو لپاره يو په زړه پورې او د ساعت تېرۍ ننداره هم ده.

کرونا ویروس له کبله که څه هم ټولنه نړۍ له يو ستر ګواښ سره مخامخ ده خو اروپايي هېوادونه د کرونا ویروس له لاسه سخت ځپل شوي دي.

په اسلامي هېوادونو کې هم له مراکش تر اندونیزیا چارواکو د کرونا د مخنیوي لپاره په ټولنیزو چارو محدودیتونه لګولي.

خو په جوماتونو او سپېڅلو ځایونو کې د عقیدتمندو د راټولېدو د مخنیوي لپاره که په یو شمېر هېوادونو کې سخت بندیزونه لګېدلي خو په ځینو نورو هېوادونو کې بیا چارواکي نه‌ دي توانېدلي چې په جوماتونو کې د لمانځه او نورو دیني مراسمو لپاره د خلکو د راټولېدو مخه ونیسي.

دا مهال په نړۍ کې تر دوه نیم میلیونو زیات کسان په کرونا ویروس اخته دي او په تېرو څو میاشتو کې یې له کبله ۱۸۳ زره کسان مړه شوي.

افغانستان کې هم د کرونا ویروس له کبله ګڼ ښارونه تړل شوي او حکومت، ځينې همکارې ادارې، رسنۍ او بېلابېل ارګانونه او اقشار د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره هڅې کوي.

خو لا هم په اسلامي هېوادونو او په ځانګړي توګه په افغانستان او پاکستان کې يو شمېر وګړي کرونا ویروس ته بابېزه نظر کوي او حکومت او روغتیاپالانو له لورې په شویو سپارښتونو او وړانديزونو ته پام نه کوي.

خو وېره شته که په افغانستان کې خلک کرونا ویروس بابېزه وګڼي، نو دا چار او ترڅنګ به يي کمزوري روغتیايي سيستم یو بد حالت رامنځته کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.