The news is by your side.

تر ټولو لوکس هوټلونه د بې کوره مېرمنو خوندي ځایونه

خبریال وېب پاڼه/ د کورونا ویروس د خپرېدو او وېرې له امله ټول خلک په خپلو کورونو کې بند پاتې دي په داسې حال کې چې بې کوره د اوسېدو ځای نه لري.

اروپايي د هېوادونو اوس ډېر شمېر هوټلونه تش پراته دي، هېڅ څوک له کوره نه وځي، اوس تازه په سويس کې د پنځه ستورې هوټلونو خاوندانو ژمنه کړي ده، چې بې کوره مېرمنو په پار به د استوګنې زمینه برابروي او د غه هوټلونه به د همداسې وګړو په پار ځانګړي کړي.

د دې ترڅنګ سویس کې ژنیوا په نامه يوه بل هوټل هم د بې کوره مېرمنو او ځوانانو لپاره د پناه ورکولو ژمنه کړې ده او وايي تر څو چې حالت ښه کیږي د دوی هوټل به د يادو کسانو په واک کې وي.

۲۶ کلنه سفیانه رحماني، چې دغه هوټل کې اوسیږي وايي، چې له څو کلونو راهیسې يې په سړکونو ژوند کاوه، خو اوس په هوټل کې خپله جلا خونه او تشناب لري او ډوډۍ هم پر وخت ورکول کیږي.

باید یادونه وکړو چې دغه چاره په وړیا ډول ترسره کیږي او له یادو کسانو څخه يي په بدل کې کوم امتیاز نه اخستل کیږي.

دا لومړی ځل دی، چې په اروپا او بیا په ځانګړې توګه په سويس کې د هوټلونو خاوندان دغه ډول پرېکړه کوي.

کرونا ویروس له کبله که څه هم ټولنه نړۍ له يو ستر ګواښ سره مخامخ ده خو اروپايي هېوادونه د کرونا ویروس له لاسه سخت ځپل شوي دي.

اسپانیا، ایټالیا او فرانسه په کرونا ویروس د اخته او مړو کسانو د شمېر له پلوه د نړۍ په پنځو لومړیو هېوادونو کې دي.

د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې ۲ میلیونه او شپږ لکه ۲۹ زره کسان په کرونا ویروس اخته دي چې له ډلې یې څه باندې یو لک او ۸۳ زره کسان مړه شوي او د هغو کسانو چې درملنه‌یې شوې شمېر له اووه لکو او ۲۲ زره کسانو اوړي.

بل خوا د نړۍ څه کم دوه میلیارده مسلمانان سږ کال په داسې حال کې روژې ته چمتووالی نیسي چې کرونا وبا په ټوله نړۍ کې خپره شوې او په ګڼو هېوادونو کې په غونډو او راټولېدو بندیزونه لګېدلي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.