The news is by your side.

هند کې ولې خلک په هنرمندانو غوسه دي؟

خبریال وېب پاڼه/ په دې وروستیو کې د هند خلک وروسته له هغې په يو شمېر هنرمندانو په غوسه شول کله چې هغوی د پاکستان هنرمندانو سره په ټولنیزه رسنیو کې اړیکې جوړې کړي.

په پاکستان او هندوستان کې د تالاشیو او قرنطین له امله نه یوازې عام خلک په خپلو کورونو کې بند پاتې شوي، بلکې د فلم ستوري، سندرغاړي او نور د شوبز مشهورې ډلې هم د کورونا ویروس خپرېدو له امله له ټولنې څخه ځان لرې کړی او په کور کېناستلو ته اړ شوي دي.

په داسې وضعیت کې، ژوندۍ ویډیو چیټ پوله جوړه کړې او د ټولنیزو رسنیو کاروونکي کولای شي چې د بېلابېلو ولایتونو له وګړو سره اړیکې جوړي کړي او له یو بل سره خبرې اترې وکړي.

دغه هڅه تازه اوس د هند او پاکستان هېوادونو هنرمندانو هم کړې، چې د هند د خلکو غوسه يې راپارولي ده.

د دغه دواړو هېوادونو ځينې هنرمندان اوس په ژوندۍ بڼه په ویډيو چټ کې پوله جوړوي، يو بل ګورئ او سره خبرې کوي.

هره ورځ د پاکستان او هندوستان هنرمندان، د عادي اتباعو په څېر، خپل مینه والو او هنرمندانو سره ګوري او خبرې کوي او په کور د پاتې کېدو ستړیا او زړه تنګون ختموي.

خو په هندوستان کې د فلمي صنعت یوه اداره خوشحاله نه ده، چې په هند کې د شوبز شخصیتونه د پاکستانیو هنرمندانو سره په خبرو بوخت دي او دوی یې پر وړاندې هندي هنرمندانو ته خبرداری هم ورکړی دی.

د هند د سینما کارمندانو فدراسیون چې په هند کې د فلم د صنعت استازیتوب کوي، په هېواد کې د تخنیکي برخې ټولو موسیقارانو، سندرغاړو، هنرمندانو او خلکو ته “خبرداری” ورکړي که دغه کار ته ادام ورکړي پروړاندې به یې جدي اقدامات ترسره کړي.

باید يادونه وکړو چې هند او پاکستان په اسیا کې پراته هغه ګاونډي هېوادونه دي چې وخت ناوخت يې په کشمیر کې له یوه بل سره نښتي رامنځته کيږي او تل پوځيان او پوله ساتي يو بل ته ګوته په ماشه ناست وي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.