د کندهار زندان کې ولې له بندیانو پیسې غوښتل کیږي؟
خبریال وېب پاڼه/ د کندهار په زندان کې بندیانو هم د نه خوړو اعتصاب کړی او خولې یې پر سیخونو ګنډلي دي.
د کرونا ویروس څخه د مخنیوي او
خوندیتوب په موخه، د ولسمشر له لوري فرمان صادر شوی و، چې لس زر بندیان به خوشې کیږي، له دې ډلې کم شمېر خوشې شوي دي، چې لسګونه بندیان په کې د کندهار زندان هم و.
د کندهار ولایت په زندان کې له پاتې بندیانو د پیسو د نه ورکولو په بدل کې د تخفیف قانوني حقونه ګرځول شوي دي.
دغه بندیان د محبس د ارتباط محکمې شعبې د یوه مأمور او څارنوالۍ ریاست نه شکایت لري.
د دوی پر وینا، غیر قانوني پیسې ترې غوښتل کیږي، دا چې پیسې نه لري او نه یې ور کوي، پر دوی ظلم کوي او بلاخره د اعتصاب اعلانېدو او خولې ګنډلو ته اړ شوي دي.
خبریال وېب پاڼې ته دوه ورځې وړاندې د کندهار زندان جنايي بلاک کې ۲۳ نمبر اطاق کې ریکارډ شوې ویډیو لېږل شوې ده.
چې په کې ښکاري بندیانو پر سیخونو خولې ګنډلي او شکایت کوي، چې په زندان کې پرې سخت ظلم کیږي.
هلته دا زندانیان اوس هم شتون لري.
په دغو زندانیانو کې حبیب، عمر، حسین د هرات اسیدونکي، سلیم د فراه او عرفان د غزني اوسیدونکي دي، چې د نه خوړو اعتصاب یې اعلان کړی او وایي تر څو چې یې قانوني حقونه نه وي ورکړل شوي خپل اعتصاب ته به دوام ورکړي.
بندیان زیاتوي، دغه مأمور وحدت نومیږي او د ولسمشر له لوري بندیانو ته ورکړل شوي تخفیفونه پر بندیانو په پیسو پلوري.
د کندهار زندان د ارتباط محکمې مأمور، وحدت پر بندیانو د کال تخفیفونه پر درې سوه ډالر پلوري، بندیانو ویلي، دا چې دغه اندازه پیسې د دوی له توان وتلې ده، نو اړ شول چې پر اعتصاب لاس پورې کړي.
دوی پر لوړ پوړو چارواکو غږ کړی، چې د دوی قانوني حقونه دې ورکړل شي او له قانون ماتوونکو او قانون پلورونکو سره قانوني چلند وکړي.
په ورته مهال د کابل څرخي پله زندان کې هم زیات شمېر بندیانو د نه خوړو اعتصاب اعلان کړی او خولې یې پر سیخونو ګنډلي دي، چې د یو شمېر بندیانو روغتیایي وضعیت هم ښه نه دی او دا ادعا هم کوي چې زندان ته د کرونا وبا ور ګډه شوې ده.
خلک له حکومت غواړي چې ژر تر ژره دې، د یاد وضعیت لپاره لاس په کار شي، ممکن یوه ستره انساني فاجعه رامنځته شي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.