The news is by your side.

طالبانو او حکومت ته دافغان سناتورانو وړاندیز !

خبریال ویب پاڼه – دافغانستان د سنا جرګې غړو په یوه خوله له وسله والو طالبانو وغوښتل چې د ملګرو ملتونو ؛‌ افغان حکومت او افغان ولس په غوښتنه دي‌د روژې په مبارکه میاشت کې اوربند وکړي‌.

دافغانستان د سنا جرګې غړې ډاکتر انارکلي‌هنریار مسلمانانو ته د روژې مبارکې د مبارکي‌ سره هم مهاله له وسله والو طالبانو غوښتنه وکړه چې د اور بند پر موضوع دي یوځل بیا فکر وکړي‌او د ولس په خاطر دي‌ دروژې میاشت جګړه نه کوي‌.‌

نوموړې وویل :

« زه د روژې د مبارکې میاشتي په احترام سره له طالب مشرانو غوښتنه کوم چې پر دې خوار ملت زړه وسوځي‌او د ملګرو ملتونو ؛ افغان حکومت او په ټوله کې د افغان ولس د اوربند غوښتنه ومني‌.

که څه هم طالبانو د ولس د اوربند غوښتنه رد کړه ؛ خو زه یوځل بیا خواست ورته کوم چې پر دې بېچاره ملت زړه وسوځي‌او دا یوه روژه یې لږ ترلږه ارام ته پرېږدي‌.‌»

ډاکتر انارکلي‌ هنر یار هغه افغانه ده چې د کرونا وبا پر مهال یې د خپل ولس لپاره بېرته طب ته مخه کړه .‌

د ډاکتر کلي‌هنر یار سره هم مهاله دافغانستان د سنامجلس د شکایاتو د کمېسیون مشر ډاکتر زلمي‌ زابلي‌ له طالبانو د اوربند دغوښتنې سره سره له افغان حکومته وغوښتل چې د اوربند پر خپل دریځ قایم پاتې شي‌.‌

نومړي‌ د خبریال میډیا ګروپ‌ په وسیله دا غوښتنه هم کړې ده چې که چېرته وسله وال طالبان د ځینو مجبوریو پر بنیاد ښکاره اوربند نشي‌کولای ؛ نا اعلان شوی اوربند دي وکړي .

ډاکتر زلمی زابلی زیاتوي :‌

« د حکومت څخه مو هیله ده چې د روژې د مبارکې میاشیی په مناسبت ، په خپل  اعلان سوی اوربند متعهد پاته سي .

په طالبانو وروڼو مو داږغ دی چې د خپلو مظلومو ، بې دفاع وطنوالو آواز ته مثبت ځواب ورکړي  ، اقلا د روژي د میاشتې په مناسبت او احترام عمومي اوربند اعلان او نافذ کړي ترڅو دا زوریدلې ملت د کرونا د مصیبت څخه دیوې خوا، د فقر ،  جنگ ، بیکارۍ او د بهرنیو د مداخلې څخه دبله اړخه ، په امن کې پاته سي ؛ خپل فرض عبادت په یوه ارامه فضا کې تر سره کړي

د امریکا انګلیس او نورو بهرنیو هیوادو څخه مو همدا توقع ده چې د افغانستان په کورنیو چارو کې نور مداخله بس کړي.

د ډاکتر زلمي‌زابلي او انار کلي‌هنریار په څېر ګڼو نورو افغان سیاسیونو او پخپله ولسمشر غني‌هم د طالبانو نه د روژې په میاشت کې د اوربند غوښتنه کړې ده ؛ خو طالبانو تېره ورځ په روژه کې د اوربند غوښتنه رد کړه او د جګړې اعلان یې وکړ .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance