بریتانیا کې د کرونا ضد جوړ شوي واکسین و آزمایل شول
خبریال وېب پاڼه/په بریتانیا کې د آکسفورډ پوهنتونروغتیایي ډلې د کرونا ضد واکسینو د آزمایښت لړۍ پیل کړه او دوو کسانو ته یې واکسین وکړل.
تېره اونۍ د بریتاینا د روغتیا وزیر اعلان کړی ؤ چې د کرونا واکسین آزمایلو ته چمتو دي. د آکسفورډ پوهنتون یوې ډلې دا واکسین په څه د پاسه دریو میاشتو کې جوړ کړي دي او لومړنۍ آزموینه یې پر انسان وشوه چې نیم د کرونا ضد او نیم نور د کنټرول واکسین ورکړل شوي دي.
د دغې واکسینو د جوړولو مشري د سارا ګلبرټ چې د جینر په انستیتوت کې یوه وتلې واکسین پوهه ده او له دې وړاندې یې هم کرونا ته د ورته یو ډول ویروس لپاره اغېزمن واکسین جوړ کړي وو، چې مثبته پایله یې لرله.
د بریتانیا دغه روغتیایي ډله وایي چې د واکسینو مثبتې اغېزې ته ډېر هیله من دي خو د فیصدۍ ګراف یې اوس ښودلی نه شي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې دمه په امریکا کې هم د کرونا ضد واکسینو ازموینه شوې وه خو مثبته نتیجه یې نه لرله. اوس مهال په ټوله نړۍ کې په ۷۷ ډوله واکسینو باندې کار روان دی.
د دغې واکسین جوړونې ډلې مشره سارا وایي چې موږ هڅه کوو په دې واکسینو سره د انسانانو معلومات را ټول کړو او زیاتوي چې زموږ کاري بهیر باید اغېزمن وي تر څو وکولی شو چې په لوی شمېر کې په کرونا د اخته کسانو شمېر قابو او د کرونا خطر یې له منځه یوسو.
ویل کېږي د دغو واکسینو لپاره شاوخوا دری سوه کسان ځانګړي شوي وو، چې له ډلې یې په دوو داوطلبو کسانو باندې شوي دي. تر اوسه ویل شوي نه دي چې د دغې واکسینو پایلې به کله معلومېږي خو د ګلبرټ په وینا تمه ده د دغې واکسینو اغېز مثبت وي.
د آکسفورډ پوهنتون دغه روغتیایي ډله په پام کې لري چې همدا واکسین په افریقا او بیا په ځانګړې توګه کینیا کې هم و آزمایي چې په وینا یې په دغه قاره او هېواد کې د ویروس لېږدوونکي کم دي.
په آزمویل شویو کسانو باندې د واکسینو اغېز ښایي په لومړیو څو ورځو کې تبه او سر دردي هم ولري او د دغې روغتیایي ډلې تر جدي څارنې لاندې به وي. په آزمایل شویو کسانو باندې د واکسین کولو پر مهال دوی ته د دغې آزموینې د احتمالي خطر یادونه هم شوې ده چې ښایي د کرونا ویروس پر وړاندې ځینې غبرګونونه وښیي چې د دوی لخوا منل شوي دي.
د بریتانیا حکومتي چارواکو هم د اکسفورډ پوهنتون دغه روغتیایي دله هڅولې او له دوی سره یې د هر اړخېزې مرستې ژمنه کړې ده. تمه ده په نیږدې راتلونکي کې د دغې واکسینو د اغېز په هکله هم راپور وړاندې شي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.