The news is by your side.

روسیه افغانستان سره د کرونا ضد مبارزه کې مرسته کوي

خبریال وېب پاڼه/د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په تازه بیان کې راغلي چې هېواد یې له افغانستان سره د کرونا ضد مبارزه کې مرستې کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د دغه هېواد د اونیز کانفرانس په ترڅ کې وویل چې روسیه چمتو ده له افغانستان سره د کرونا ضد مبارزه کې له افغانستان سره خپلې مرستې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو شاوخوا دوو میاشتو کې یو شمېر آسیایي هېوادونو له افغانستان سره خپلې بشردوسته مرستې شریکې کړې دي. تېره ورځ له چین څخه هم د مرستو دویمه جوپه ډکه الوتکه کابل ته را ورسېده چې شاوخوا ۷،۲ ټنه روغتیایي توکي او تجهیزات په کې راغلي وو. چین تر دې وړاندې هم له افغانستان سره د روغیایي توکو او درملو مرستې کړې وې.

هېواد ته د سیمې او ګاونډیو هېوادونو مرستې وروسته له هغه زیاتېږي چې په په تېرو دریو اونیو کې هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې په خورا چټکۍ د ډېرېدو په حال کې دي.

تر اوسه په ټول هېواد کې د کرونا شاخوا ۱۲۵۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې له ډلې یې د ۴۰ کسانو مړینه او ۱۷۷ کسانو بېرته رغېدل تائید شوي دي.

په نړۍ کې هم د کرونا مثبتې پېښې تر ۲ ملیونه او ۶ لو اوړي و د کرونا له امله د نړیوالې مړینې شمېر هم تر ۱۸۳ زرو پورته شوی دی.

تېره اونۍ کې له چین سربېره د هند د روغتیایي او خوراکي توکو مرستې هم را ورسېدې. په دغو مرستو کې چې لویه برخه یې غنم وو، نیمروز او هرات ته راغلل او یوه بله برخه یې روغتیایي درمل وو چې کابل ته را ورسېدل.

تر هغې وړاندې ازبکستان او عربي متحده اماراتو هم افغانستان ته خپلې روغتیایي او خوارکي بستې را لېږلې وي.

روسي چارواکو ویلي نه دي چې دا مرستې به څه شی وي خو تر دې د مخه له نورو هېوادونو څخه ټولې راغلې مرستې روغتیایي توکي او د کرونا د تشخیص تجهیزات دي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زیاتوي چې دوی له افغانستان سره هر راز مرستو ته چمتو دي او په سختو شرایطو کې به تل له دغه هېواد سره مل وي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.