The news is by your side.

ايران او ازبکستان غوښتنه وکړه، تا، لبانو سمدلاسه ومنله

خبريال وېبپاڼه: د طا، لبانو مرستيال وياند انعام الله سمنګاني په یوه بيان کې ويلي دي چې د ایران او ازبکستان سره یې د سوداګرۍ د زياتولو لپاره ګډه توافق کړی دی چې کاري ساعتونه به زياتېږي او د امکان په صورت کې به ګمرکونه ۲۴ ساعته فعاليت کوي.

نوموړي په خپلو خبرو کې وويل چې د کاري ساعتونو د زیاتوالي غوښتنه د ازبکستان او ايران له لوري شوې وه چې ددوی له طرفه هم ومنل شوه، ده زيات‌ کړه: د افغانستان او ايران د اقتصادي کمېټو ترمنځ په دې هکله هم بحث وشو چې څه ډول دوه اړخيزې همکارۍ زیاتې کړي.

د سمنګاني په خبره ددې غونډې مشري د افغانستان د صدراعظم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په غاړه درلود او په هغه د ملي استندرد د ادارې د قانونمند کولو د وارداتو د کیفیت په کنټرول او نورو مسايلو بحث وشو.

په دغه اقتصادي غونډې کې د افغانستان د اوبو او بندونو په هکله هم خبرې شوې دي، د نوموړي په خبره حکومت ژمن دی چې د شا و عروس بند کارونه بشپړ کړي.

د افغانستان او ايران سوداګري بيا په داسې حال کې په غوړېدو ده چې په دې وروستيو کې د پاکستان سره د سوداګرۍ په زیاتېدو باندې اندیښنې زیاتې شوې وې، شننوکي سپارښتنه کوي چې د ايران او مرکزي اسيا د هېوادونو سره اقتصادي اړیکې قوي شي او په پاکستان اتکا پای ته ورسیږي.

د افغانستان او ايران سوداګري په سږ کال کې تر یو میلیارد ډالرو اوښتې ده، که څه د افغانستان صاداراتو ايران ته پنځوس سلنه زياتوالی موندلی خو دا هم د ايران د صادراتو د کچې په وړاندې هېڅ دی.

Comments are closed.