The news is by your side.

وېسټ انډیزۍ لوبډله پاکستان کې کورونا سره لاس او ګرېوان ده

خبریال وېب پاڼه: د وېسټ انډیز لوبډله  پاکستان ته په راتګ سره له کورونا سره لاس اوګرېوان شوې. د راپورونو له مخې تازه د یادې لوبډلې درې لوبغاړي پر کورونا ناروغۍ اخته شوي دي.

سرچینې وایي، په اخته لوبغاړو کې  روسټن چېس، شولډن کوټرېل او کایل مايرس پر کورونا ناروغۍ اخته شوي دي.

د ويسټ انډيز کرکټ بورډ خبر ورکوي، چې دغه درې واړه لوبغاړوي اوس قرنطين دي او په کراچۍ کې يې د کورونا ټسټ مثبت راغلی دی.

سرچینه زیاتوي، چې اوس په کورونا اخته یاد لوبغاړي په جلا جلا خونو کې قرنطین دي او تر هغې چې د کورونا ټېسټ يې منفي شوی نه وي د لوبو او تمرین اجازه نه لري.

د یادونې ده، چې ويسټ انډيز لوبډله پاکستان ته د درېيو شل اوريزو او درېيو يو ورځنيو لوبو لپاره راغلې ده.

ټاکل شوې، چې د یادو دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ شل اوريزه لوبه د روانې ډسمبر مياشتې په ۱۳مه نېټه ترسره شي.

تر دې وړاندې د ويسټ انډيز کرکټ بورډ بل مهم لوبغاړی کرن پولارډ د پښې د ټپ له کبله له يادو سياليو څخه پاتې شوی دی.

بل لورته بیا پاکستان هم يادو سياليو ته خپله لوبډله اعلان کړې، چې حسن علي ته يې دمه ورکړې او سرفراز احمد يې له لوبډلې کېنولی دی.

د يادونې ده، چې په دې سفر کې د وېسټ انډيز ځينو نورو مهمو او پياوړو لوبغاړو پاکستان ته له راتګ ډډه کړې او نه دي راغلي.

Comments are closed.