‏هندۍ پيغله د ښکلا نړیواله ملکه شوه

خبریال وېب پاڼه: هندۍ پېغله هرناز سندوني د ښکلا نړیواله ملکه ونومول شوه.

سندوني هندۍ موډله ده.

هغې سږکال د نړۍ د د ۸۰ ښایسته پیغلو په سیالیو کې لومړی مقام خپل کړی اوپه یادو مراسمو کې ورته د ښکلا ملکې تاج ور پر سر شو.

د ښکلا ملکې په نوم دا مراسم، چې د اسرائیلو په ایلات ښار کې جوړ شوي و پکې سندوني د نړۍ د۸۰ هېوادونو ښایسته پېِغلو ته په ماتې ور کولو سره دا ویاړ وګاټه.

له دې وړاندې د مېکسیکو پېغله اندریا میزا د (مس یونیورس ۲۰۲۱) کال د ښکلا جایزه وګټله او تاج يې په سر کړ.

نوموړې۲۶ کلنه وه، چې د ښکلا جایزې تاج يې پر سر کړ.

د ښکلا د جایزې (مس یونیورس) پروګرام په امریکا کې ترسره شوی وو، چې اندریا میزا پکې د نړۍ د ۷۰ هېوادونو ښایسته پېغلو ته ماتې ورکړه او د ښکلا جایزه يې ترلاسه کړه.

 دغه راز په تېر ۲۰۱۹ کال کې په نړيواله کچه د ښکلا د څلور لويو مسابقو په يوه کې په لومړي ځل د تايلنډ یوې پېغلې د (مس انټرنېشنل) يا د نړيوالې ښکلا مقام ترلاسه کړی وو.

د (مس انټرنېشنل) مسابقه د ښکلا په اړه د نړۍ د څلورو لويو مسابقو څخه يوه ده.

دا مسابقه د (مس ورلډ)، (مس يونيورس) او (مس ارت) نه وروسته په نړۍ کې د ښکلا ستره مسابقه ده، چې له ٨٠ زياتو هېوادونو پېغلې پکې ګډون کوي.

له هغه وړاندې بیا په ۲۰۱۷ کال کې د ښكلا په نړيواله سيالۍ كې، چې د جاپان په پلازمېنه توكيو كې ترسره شوه د يو مسلمان هېواد پېغلې لومړى مقام وګاټه.

په دې لوبه کې د اندونېزيا هېوادوالې كېوين ليليانا لومړى مقام خپل کړی وو.

۲۱ كلنې ليليانا ته د ملكې تاج د ۲۰۱۶م كال د نړۍ د تر ټولو ښكلې پېغلې كيلي وېرزوسا لخوا ور په سر شوی وو.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More