اروپايي ټولنه د افغانستان په هکله تازه پريکړه کوي
خبريال ويب پاڼه/ افغانستان په ټوله نړۍ کې د خبرونو سرټکی دا هېواد له يوه نازک حالت څخه تيريږي او ورسره سم نړۍ ډير ژر غواړي چې افغانستان کې وضعيت سم لوري ته ولاړ شي.
د افغانستان په اړه اوس اروپایي ټولنه لاس په کار شوې ترڅو د افغانستان د وضعیت په هکله ډير ژر کوم اقدام وکړي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې چې پر ویب سایټ يې خپره کړې ويلي چې ډير ژر به د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو له لوري د افغانستان په اړه غونډه وشي.
مالومات وايي چې په دې غونډه کې د قطر د بهرنيو چارو وزير هم غوښتل شوی او ګډون به وکړي.
د اروپایي ټولنې په دې غونډه کې به افغانستان سره د بشري مرستو پر ورکړه او همدارنګه په دې لار کې پر پرتو خنډونو بحثونه وشي.
د قطر د بهرنيو چارو وزير عبدالرحمن الثاني ځکه غوښتل شوی تر څو د قطر او اروپایي ټولنې د مرستو په هکله چې افغانستان سره کوي مالومات شريک کړي.
اروپايي ټولنې تيره ورځ له خپله لوري د نويو بشري مرستو د ورکړې خبر ورکړی او ویلي يې دي چې دوی تر اوسه د ۲۸۰ټنو په ارزښت خوراکي او غيري خوراکي توکي افغانستان ته مرسته ورکړې.
اروپايي ټولنې څوځله د افغانستان د بشري وضعيت په هکله لا له وړاندې اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي چې نړيوال دي له افغانستان سره مرسته وکړي.
په افغانستان کې روان مالي او بشري وضعيت ورځ تر بلې د خرابېدو حالت کې دی او لاهم خرابیږي خو دولت هیڅ داسې ميکانيزم نه دی جوړ کړی چې له دې حالت څخه خلک او هېواد ووزي.
د اقتصادي برخې شننونکي وايي چې که وضعيت له سره کنترول نشي نو افغانستان کې يو لوی ناورين رامنځته ته کيدونکی دی ځکه نو نړیوالو ته په کار ده چې کومه چاره هرو مرو وکړي
Comments are closed.