صالح: تالبان د پاکستان له خوا د افغانستان د ورانولو لپاره ټاکل شوې ډله ده
د پخواني حکومت لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، طالبان د پاکستان له لوري د افغانستان د ورانولو په هدف رامنځته شوې یوه ډله ده.
امرالله صالح پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې تالبان د پاکستان له لوري هغه رامنځته شوې شوې ډله ده، چې د افغانستان له ورانولو او د افغانانو له وژلو او ځورونې پرته بل هیڅ شی موخه نه لري.
هغه زیاته کړې د خصوصي بانکونو سقوط ، د حقاني شبکې په لاس کې د مرکزي بانک واک، د بهرنیو آثارو د تبادلې مخنیوی ، په کابل کې د سرای شهزاده تړل کېدل، د ګمرکي عوایدو چور، د نشه یي توکو د کر زیاتوالی او دغه راز یو لړ نورې کړنې هغه څه دي، چې ښايي جبران یې ناممکن وي.
نوموړی وایي روانو حالاتو ته په کتو به د افغانیو سقوط دوام ولري او په خبره یې که تالبان فکر وکړي او د خلکو پر غوښتنو عمل وکړي بیا امکان شته، چې دا حالت کنترول شي.
امرالله صالح زیاتوي، تر هغه چې نظام داخلي او نړیوال مشروعیت نه وي ترلاسه کړی افغان ولس به له هېواد نه تښتي او هېڅوک به د تالبانو تر واک لاندې پانګه اچونه ونکړي.
د تېر حکومت لومړی مرستیال امرالله صالح داسې مهال دا څرګندوني کوي،چې افغانۍ د هر ساعت په تېرېدو د امریکايي ډالرو پر وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکوي او ورسره په هېواد کې د خوراکي او سون توکو بیې هم مخ په لوړېدو دي.
یواځې په تېرو دوو ورځو کې د خوارکي توکو په بیو کې تر ۵۰۰ افغانۍ لوړوالی راغلی او د سون توکو په هر لیتر کې هم تر ۱۳ افغانیو لوړوالی راغلی دی.
تېره اوونۍ یوه بورۍ ۵۰ کیلويي وړه په ۲۲۵۰ افغانۍ خو نن ( دوشنبه) یې بیا نرخ تر ۲۸۰۰ افغانیو پورته شوی دی.
د تېرې شنبې په ورځ یو کیلو مایع ګاز ( ۸۴) یو لیتر پطرول ( ۷۷) یو لیتر ډیزل ( ۷۲) افغانۍ خو نن دوشنبه یو کیلو مایع ګاز ( ۹۴) افغانۍ، یو لیتر پطرول ( ۹۲) او یو لیتر ډیزل (۸۴) افغانۍ پلورل کېږي.
بل لورته عام افغانان هم روان وضعیت سخت اندېښمن کړي.
دوی وایي که حالت همداسې دوام ولري، نو ښايي ګڼ خلک له لوږې د ښار واټونو ته د حکومت ضد مظاهرو لپاره را ووځي.
Comments are closed.