نوین الحق په وېکټو کې سلیزه ووهله

خبریال وېب پاڼه: د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ځوان او چټک توپ اچونکي نوین الحق په شل اوریزو لوبو کې د لوبغاړو د سوځولو سلیزه ووهله.

نوین الحق د افغانستان لومړنی چټک توپ اچوونکی شول، چې سل لوبغاړي سوځوي.

نوموړي تېره ورځ د سرېلانکا په سوداګریزو لوبو لنکا پریمئیر لیګ کې د ۲۷ منډو په بدل کې ۳ لوبغاړي وسوځول او سل وېکټې پوره شوې.

افغان ځوان چټک توپ اچوونکي نوین الحق تر دې دمه ۸۶ شل اوریزې لوبې ترسره کړې دي.

نوموړي په یادو ترسره شویو لوبو کې ۱۰۱ لوبغاړي سوځولي دي.

 نوین الحق په خپلو ټولو لوبو کې ۱۷۹۱ توپونه ترسره کړي، چې ۲۳۵۰ منډې یې ورکړي دي.

هغه په یوه لوبه کې د ۱۴ منډو په بدل کې ۴ لوبغاړي سوځولي دي.

نوین الحق د افغانستان د ملي لوبډلې ترڅنګ په سوداګریزو لوبو کې د ګڼو هېوادونو له مهمو لوبډلو سره لوبېدلی دی.

د یادونې ده، چې نوین الحق د افغانستان لپاره ۱۳ نړیوالې شل اوریزې لوبې ترسره کړي او ۱۸ لوبغاړي یې سوځولي دي.

هغه همدا راز په ۷ نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې هم ۱۴ لوبغاړي سوځولي دي.

نوین الحق اوس هم د سرېلانکا په سوداګریزو لوبو کې لوبېږي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

instagram volgers kopen volgers kopen buy windows 10 pro buy windows 11 pro