متقي د امريکا په هکله عجبه نرمي او لوی اعتراف وکړ
خبريال ويب پاڼه/ د تالبانو د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي تازه څرګندونو کې ويلي چې د دوی له لوري هيچاته ستونزه نشته.
هغه ويلي په دولتي چوکاټ کې له ټولو هېوادونو سره ښې اړيکې غواړي او دوی له امریکا سره هم کومه ستونزه نلري.
متقي په خپله تازه مرکه کې ويلي چې امريکا بايد د افغانستان کنګل شوې پیسې آزادي کړي او نوري يې باید دا پيسې بندي نه شي.
متقي له اسوشيټيډپرس خبري اژانس سره په خپلو خبروکې زیاته کړې پر افغانستان بنديزونه به هيچاته ګټه ونکړي او همدارنګه دافغانستان بې ثباته کول او دلته د يوه کمزوري حکومت جوړول د هیچا په ګټه نه دي.
متقي د خپلو خبرو په لړ کې د ښځو او نجونو د تعليم او کار په برخه کې هم خپله ژمنتيا په ګوته کرې او له نړۍ يې غوښتې چې په دې سختو شرايطو کې پر افغانانو ترحم وکړي او ورسره بشري مرستې وکړي.
په افغانستان کې د روان ناسم بشري وضعيت د رامنځ ته کیدلو په هکله د تالب په ګډون د نړۍ ټول انسانان وارخطا دي او په دې لټه کې دي چې روان بهران ته څنګه د حل لاره ومومي.
کابل ته د تالبانو له ننوتلو څخه څلور مياشتې تيريږي چې له هغه را وروسته تالبانو د نجونو ښوونځۍ له شپږم ټولګي پورته وتړلې او زياته يې کړه چې دوی به د يوه ميکانيزم له لارې د نجونو زده کړو ته اجازه ورکړي خو تر اوسه پورې د هيڅ ميکانيزم پته نه لګيږي.
متقي له امريکا سره پر داسې مهال نرمي ځرګندوي چې دوی ورسره د خپلې خولې په خبره يې شل کاله جهاد کړی خو اوس بيا وايي چې له امريکا سره هيڅ ستونزه نلري اوس پوښتنه داده چې ايا دوی امريکا راوستلي او که امريکا په افغانستان کې ظلم نه دی کړی.
Comments are closed.