امریکا: تالبان به د افغانستان کنګل شوې شتمني ترلاسه نه کړي

خبریال وېب پاڼه: د تالبانو له هیلو او نرمۍ سره سره بیا هم امریکا یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د مرکزي بانک د شتمنیو کنګل کېدل به ادامه لري.

دا خبرې د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي په یوه خبري کنفرانس کې کړې دي.

جين ساکي وایي پوره تدابیر نیول شوي، چې دغه پیسو ته د تالبانو له لاسرسي مخنیوی وکړي او په خبره یې د یادو شتمنیو کنګل کول به ادامه لري.

هغه وایي داسې ډېر عوامل دي، چې له مخې یې دوی د مرکزي بانک شتمني نه شي ازادولی.

د نوموړې په خبره د سپټمبر د یوولسمې له مسئلې را نیولې، بیا په تور لېست کې د تالب مشرانو او پر دغه ډله د شته بندیزونو تر موجودیت ټول هغه څه دي، چې له مخې يې امریکا د یادې شتمنۍ له ازادولو ډډه کوي.

امریکا همدا راز وایي دوی هڅه کوي له افغانانو سره د مرستو لپاره پر موثرو لارو چارو کار وکړي،

دوی وایي د دې شتمنۍ لپاره داسې یوه لاره پيدا کوي، چې افغانانو ته یې ګټه ورسېږي او له بشري ناورین مخنیوی وشي.

امریکا داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې افغانستان تر بل هر وخت له بشري ناورین سره مخ دی.

بل لورته د تالبانو د بهرنیو چارو وزیر هم تېره ورځ په خپله یوه مرکه کې ویلي وو، چې امریکا باید د تالبانو کنګل شوې شتمني آزاده کړي او نور یې باید بندې نه کړي.

هغه زیاته کړې وه، چې د افغانستان کمزوري کول به د هېچا په ګټه نه وي.

عام افغانان بیا د دې هرڅه لامل تالبان بولي او وایي، که یې منظم پلان درلودی او د ولس غم ورسره وای، نو ښايي هرڅه دومره نه وی قیمته شوی او ولس به د لوږې او بېکارۍ له ګواښ سره نه وی مخ شوی.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More