The news is by your side.

د اقتصادي وضعیت کنټرول تالبان وارخطا کړي؛ ځانګړې کمېټه یې ګمارلې

خبریال وېب پاڼه: د تالبان حکومت د اقتصادي وضعیت د کنټرول لپاره ځانګړې کمېټه ګومارلې ده.

تېره ورځ ناوخته  د وزیرانو شورا په یوه غونډه کې د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال په مشرۍ یوې کمېټې ته دنده سپارلې، چې په هېواد کې د افغانۍ د ثبات لپاره هڅه وکړي.

کمېټې ته ویل شوی، چې ټول هغه عوامل مشخص کړي، چې د روان اقتصادي وضعیت او افغانۍ د بې ثباتۍ سبب شوې ده.

د تالبانو کابینې همدا راز د ډالرو پر قاچاق هم بندیز لګولی دی او یادې کمېټې ته یې دنده سپارلې، چې په دې اړه شته مافیايي کړۍ مشخصې او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

کابینه داسې مهال د افغانیو د ثبات لپاره په اقدام لاس پورې کوي، چې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په بې مخینې توګه راټيټ شوی دی.

د ډالرو لوړښت او د افغانیو د ارزښت کمېدو خلکو ته هم پراخې ستونزې جوړې کړې دي.

د تالبانو حکومت داسې مهال د اقتصادي وضعیت دکنټرول لپاره دا ځانګړې کمېټه ګماري، چې تازه د تالبانو له هیلو او نرمۍ سره سره بیا هم امریکا ټینګار کړی، چې د مرکزي بانک د شتمنیو کنګل کېدل به ادامه لري.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي په یوه خبري کنفرانس ویلي، پوره تدابیر نیول شوي، چې دغه پیسو ته د تالبانو له لاسرسي مخنیوی وکړي او په خبره یې د یادو شتمنیو کنګل کول به ادامه لري.

هغه وایي داسې ډېر عوامل دي، چې له مخې یې دوی د مرکزي بانک شتمني نه شي ازادولی.

د نوموړې په خبره د سپټمبر د یوولسمې له مسئلې را نیولې، بیا په تور لېست کې د تالب مشرانو او پر دغه ډله د شته بندیزونو تر موجودیت ټول هغه څه دي، چې له مخې يې امریکا د یادې شتمنۍ له ازادولو ډډه کوي.

امریکا همدا راز وایي دوی هڅه کوي له افغانانو سره د مرستو لپاره پر موثرو لارو چارو کار وکړي.

دوی وایي د دې شتمنۍ لپاره داسې یوه لاره پيدا کوي، چې افغانانو ته یې ګټه ورسېږي او له بشري ناورین مخنیوی وشي.

Comments are closed.