اروپايي ټولنه: د افغانستان وضعیت ترینګلی دی؛ باید لاسنیوی وشي
خبریال وېب پاڼه: د تالبانو د حکومت په راتګ سره نه دا چې د خلکو اقتصادي وضعیت ښه شوی نه دی ورځ تر بلې مخ په ځوړي روان دی.
اروپايي ټولنې تازه ویلي، چې مرستندویه هېوادونه دې له افغانستان سره بشردوستانه مرستې ډېرې کړي.
د یادې ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزف بورل په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د افغانستان وضعیت ترینګلی دی او زیاتوي، چې دلته په زیات شمېر خلک بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.
جوزف بورل دغه راز پر نړیوالو مرستندویه بنسټونو غږ کړی، چې د افغانستان د خلکو لاسنیوی وکړي او دوی دې له احتمالي ګواښونو وژغوري.
سرچینې ويلي، چې دوی په خپل وار له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزف بورل داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د ناټو غړو هېوادونو دوه ورځنی کنفرانس پیل کړی دی او په هغه کې د افغانستان او اوکراین تر څنګ پر مهمو سیمه ییزو موضوعاتو خبرې کوي.
افغانستان کې د وضعیت ترنګلتيا وروسته له هغه مخ په لوړېدو شوکله ، چې افغانیو خپل ارزښت له لاسه ورکړ او ورسره د خوراکي او سون توکو بیې لوړې شو.
تازه د افغانستان بانک وايي، د افغانیو د ثبات لپاره یې هڅې پيل کړې دي.
د افغانستان بانک مطبوعاتي مسؤل حسیب نوري په یوه وېډيويي کلیپ کې ویلي، چې دوی هڅې پيل کړې چې د ډالر پر وړاندې د افغانیو د راښکته کېدو مخه ډب کړي.
سرچینه وایي په همدې تړاو یې جدي اقدامات پیل کړي او له بېلو اړخونو سره یې لیدنې روانې دي.
په اعلامیه کې راځي چې د افغانستان بانک مشرتابه له صرافانو، سوداګرو او د بانکونو له استازو سره هم خبرې پيل کړې دي، څو وکړی شي روان وضعیت مدیریت کړي.
د افغانستان بانک بیا داسې مهال د تازه اقداماتو خبر ورکوي چې د حکومتي سرچینو په باور ځینې مافیايي کړۍ له وضعیت ناسمه ګټه اخلي او د اسعارو په نرخونو کې لاسوهنه کوي، چې دوی به یې پر وخت پر وړاندې اقدام وکړي.
Comments are closed.