The news is by your side.

تالب مشران له مسؤلیته تښتي، عام ولس (وښو) خوړو ته هڅوي

خبریال وېب پاڼه: له یوه لوري افغان ولس له لوږې سره لاس او ګرېوان دی او بل لورته تالب چارواکي پر افغان ولس ملنډې وهي او غیر مسوولانه څرګندونې کوي.

د تالبانو د ح ق اني شبکې يوه لوړ پوړي غړي انس حقاني په افغانستان کې د بېوزلۍ او فقر خبره هسې تبلیغات ګڼي.

هغه له بي بي سي تلوېزیون سره د مرکې پرمهال ویلي، چې روزي ورکوونکی او هېڅکله هم څوک د لوږې له کبله نه دي مړه شوي.

ا ن س ح قاني په خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې خدای انسان ته روزي په هر ډول رسوي، ان په وښو خوړلو یې هم ژوندی ساتي.

نوموړي دا مرکه له يوې انګليسي ژبې خبریالې سره کړې ده.

دا مرکه بي بي سي فارسي ته هم ژباړل شوې خو د وخو خوړلو ټکی ترې ويستل شوی دی.

هغه ادعا کړې، چې دوی د فقر ختمولو په طريقو او د هغه په خپله اصطلاح په (چل) پوهيږي خو دا چل يې نه دی ښودلی، چې څنګه؟

نوموړی داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې نن سبا ملیونونه  افغانان  له لوږې او فقر سره لاس او ګرېوان دي او د نظر خاوندانو په باور تالب چارواکي مسوول دي، چې دوی ته بشري مرستې ورسوي.

د عامو خلکو په وینا د تالبانو راتګ سره ملیونونه ځوانان بېکاره شول او اوس خیرات ته ناست دي.

د تالبانو د حکومت په راتګ سره نه دا چې د خلکو اقتصادي وضعیت ښه شوی نه دی ورځ تر بلې مخ په ځوړي روان دی.

اروپايي ټولنې تازه ویلي، چې  مرستندویه هېوادونه دې له افغانستان سره بشردوستانه مرستې ډېرې کړي.

د یادې ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزف بورل په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې  د افغانستان وضعیت ترینګلی دی او زیاتوي، چې دلته په زیات شمېر خلک بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.

جوزف بورل دغه راز  پر نړیوالو مرستندویه بنسټونو غږ کړی، چې د افغانستان د خلکو لاسنیوی وکړي او دوی دې له احتمالي ګواښونو وژغوري.

سرچینې ويلي، چې دوی په خپل وار له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام  ورکوي.

Comments are closed.