پر پاکستاني پوځيانو برید؛ دوه سرتېري یې وژل شوي

خبریال وېب پاڼه: د پاکستان او ایران ترمنځ پر ګډه پوله پر پاکستاني پوځیانو وسله وال برید شوی دی.

د پاکستاني پوځ له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په دې پېښه کې دوه پاکستاني سرتېري وژل شوي او دوه نور سخت ټپيان شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د وسله والو کسانو له برید وروسته نښته هم شوې ده.

سرچینې که څه په نښته کې د یوه سرتېري د وژل کېدو منلې، خو رسنیو بیا د پوځ له قوله په راپور ورکړی او ويلي يې دي، چې تر پېښې وروسته درې سرتېري په ټپي حالت کې روغتون ته لېږدول شوي دي.

سرچینه وایي یوه کس د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړې ده او د دوو نورو ټپیانو روغتیایي حالت هم د اندېښنې وړی دی.

تر اوسه پورې د دې برید پړه کومې وسله والې ډلې نه ده منلې.

دا برید داسې مهال ترسره کېږي، چې شاوخوا درې ورځې وړاندې ټي ټي پي يا پاکستاني تالبانو له پاکستاني حکومت سره د افغان تالبانو په منځګړتوب یو میاشتنی اوربند پای ته ورسوه او د پاکستان حکومت ته يې ګوتڅنډنه وکړه، چې په کرار به يې پرېنږدي.

یادې ډلې ویلي وو، چې دوی هم په پاکستان کې اسلامي نظام غواړي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More