The news is by your side.

ایران کې ترافيکي پېښې ۱۱ افغانانو ته مرګ ژوبله واړوله

خبریال وېب پاڼه: په ایران کې د دوو موټرو د ټکر له امله شپږ افغانان شهیدان شوي دي.

ایراني رسنۍ وایي، چې دا پېښه د ایران په یزد ښار کې رامنځته شوې ده.

سرچینې زیاتوي، چې یو مسافر وړونکی موټر له لارۍ ډوله موټر سره ټکر کړی، چې له امله یې شپږ افغان مسافر شهیدان شوي او پنځه نور سخت ژوبل شوي دي.

د ایران د یزد ښار ځايي مسوولین وايي، چې په شهید شویو افغانانوکې یوه مېرمنه هم شامل ده.

سرچینه وایي، چې د ټپیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ نه دی.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې زرګونه افغانان د بېوزلۍ او بېکارۍ له امله هڅه کوي ایران ته واوړي خو وخت ناوخت له دغه ډول پېښو سره مخ کېږي.

ایران کې مېشت مسافر وایي، چې ايرانی حکومت ورسره ناسم چلند کوي او په یوه او بله پلمه هڅه کوي افغان مسافر له منځه یوسي.

د ملګري ملتونو د مالوماتو له مخې، په تېر ۲۰۲۰ ميلادي کال کې شاوخوا ۳ اعشاریه ۵ ملیونه افغان کډوالو په ایران کې کار او ژوند کاوه.

ملګري ملتونه وایي، چې په ایران کې د یاد شمېر مېشتو افغانانو لوړه سلنه یې قانوني اسناد نه لري.

Comments are closed.

koi finance