د لنکالیګ ۱۳مه لوبه د نوین الحق لوبډلې وګټله

خبریال وېب پاڼه: د سرېلانکا سوداګریز لیګ یا د لنکا لیګ ۱۳مه لوبه د کولمبو سټارز او ګال ګلېډېټرز ترمنځ ترسره شوه.

په دواړو لوبډلو کې افغان لوبغاړو شتون درلود.

نوراحمد لکڼوال له ګلېډېټرز سره او نوین الحق بیا له کولمبو سټارز سره لوبېږي.

د لوبې پچه کولمبو سټارز لوبډلې وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه.

که څه هم په لومړیو کې لوبه د باران له امله وځنډېده، خو وروسته بیا د ۱۸ اورونو لوبه ترسره شوه.

کولمبو سټارز لوبډلې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۲ منډې وکړې، چې په کې متیوس ۷۳ او دنیش چندیمال ۳۶ تر ټولو زیاتې منډې وکړې.

د ګلېډیټرز لپاره بیا دننجایا او پټېل دوه ـ دوه او نوراحمد لکڼوال یو لوبغاړی وسوځوه.

ګال ګلیډیټرز لوبډلې ټاکل شوي هدف ته ځان ونه شو رسولی او ټوله لوبډله یې د ۱۲۱ منډو په ترسره کولو وسوځېده او په ۴۱ منډو یې ماتې وخوړه.

د ګال ګلیډیټرز لپاره مینډیس ۶۵ تر ټولو زیاتې منډې وکړې.

بل لورته بیا په ټوپ اچونه کې افغان لوبغاړي نوین الحق له کماله ډکه توپ اچونه وکړه.

هغه د مقابلې لوبډلې ۳  مهم لوبغاړي وسوځول او لوبډله یې بریا ته ورسوله.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

instagram volgers kopen volgers kopen buy windows 10 pro buy windows 11 pro