The news is by your side.

هند د تالبانو په هکله نوی دریځ خپل کړ

خبریال ویب پاڼه/ تېر جمهوري نظام سره د هند هېواد اړیکې خورا غښتلې او پیاوړې وې، خو هند بیا دا کار کړی وو، چې هغه مهال يې تالبانو ته کوم ګذار نه وو، ورکړی اوس داسې راپورونه شته چې نوی ډهلی به د کابل په هکله خپله نوې پریکړه اعلان کړي.
اوس تازه انډیا ایکپریس په خپله تازه لیکنه کې دا موضوع څېړلې او د هند له لوري يې کابل او تالبانو ته د مایل کیدلو خبر ورکړی تراوسه پوري دوی ښکاره څه نه دي کړي.
د دې مطلب لیکوونکي ویلي چې هند غواړي ا،ا سره راتلوونکي کې ښې اړیکې ولري او همدارنګه د افغانستان د نوي حکومت سره له نژدې کار وکړي.
سرچینې زیاته کړې چې د هند د وروستي نژدېکت بېلګه په وروستیو کې د طیبي او غنمو مرستو دي چې موږ يې په مثال کې ورکولای شو، مالومات ښيي چې هند له دې زیاته ویره لري چې اسلام اباد به افغان خاوره د دوی پر وړاندې وکاروي، ولې بیا هم هند له افغان نوي حکومت سره د راشې درشي سټایل بدلون کړی او داسې ښکاري چې هند خپل سیاست د افغانستان په اړه بدل کړی.
لیکنه زیاتوي هند دا ځل له ا،ا سره نه غواړي چې په زیاته فاصله سره اسلام اباد د دوی په هکله خپلو شومو اهدافو ته ورسیږي، لیکوال هم هند ته مشوره ورکړې چې همدا معقوله لاره ده او باید دوام ورکړل شي.
تر دې وړاندې د هند حکومت هم ژمنه او ډاډ ورکړی وو، چې خپلو بشري مرستو ته به دوام ورکوي او د افغانستان نوي بدلون سره به هم ځان عیاره وي.
هند تر پاکستان مخکې شو او له افغانستان سره يې د خوراکي او طیبي توکو مرسته وکړه ولې پاکستان هغو مرستو ته اجازه ورنکړه چې د دوی د خاورې له لارې افغانستان ته ورسیږي

Comments are closed.