The news is by your side.

عاجل خبر: جنرال موبين تالبانو ونيوی

خبريالويب پاڼه/ کابل امنیه قومندانۍ ویاند جنرال موبين چې په ټولنيزو رسنیو کې خورا فعاله وو، د دې قوماندانۍ د جنايي جرمنو سره د مبارزې مسولینو نيولی او دا مهال زندان کې دی.
يوشمير سرچينې واي جنرال مبین وروسته له هغه شوی او بندي شوی کله چې مبین یو تن ښاري په خپل سر نیولی، او له هغه وروسته يې وهلی ډبولی او شکنجه کړی وه.
تراوسه پورې د تالبانو د داسې غوره کړنو څرک نه لګيده خو دا چې پيل يې له مبین څخه وشو نو دا ښه کار وشو.
تالبان د خپلې څلور میاشتنۍ واکمنۍ په دوران کې پر دې تورن شول چې د تير حکومت سرتیري او کار کوونکي نيسي او بيا بدل تيرې اخلي.
تراوسه پوري تالبان دا نه مني چې دوی د تیر حکومت له سرتيرو بدله اخلي ولې سرچينې او راپورونو د دوی دا ادعا درواغ ثابته کړه، تالبان د مشروعيت لټولو حالت کې دي او داسې ګمان کيږي که چيري دوی د مشروعيت په لیکه کې نه وای نو ښايي حالت تر دې هم ترينګلی وای.

Comments are closed.