د جان هاپکینز پوهنتون له لوري د کرونا وبا وقایوي تدابیر
- تاسو به هرو مرو تر اوسه پوري د کوید نونس ناروغۍ په اړه له نړیوالو رسنیو او ګردچاپیر خلکو اوریدلي وی. د ۲۰۲۰ کال د مارچ میاشتی په ۲۲مه نیټه د روغتیا نړیوال سازمان دا ناروغي وبا اعلامه کړه. ډیر اندیښمن مه اوسي، اجازه راکړي تر څو تاسو سره مرسته وکړم او تاسو د کرونا پر وړاندي د مبارزي په یوه اتل بدل شي.
۲. د کرونا ناروغي د سارس کوید دوه په نامه یوه ویروس څخه رامنځ ته کیږي. دا ویروس له یوه انسانه بل انسان ته په یاد ویروس د ککړو سیمو سره د تماس په صورت کې انتقال کیږي. همدا راز دا ویروس د یوه اخته کس د خولي د لاڼو په مټ چې د پرنجي او ټوخي په مټ هم انتقال کیږي.
۳. په کرونا د ککړ کس د لاڼو دغه ټوټي په بیلا بیلو شیانو د یوې مودې لپاره پاتي کیدای شي. نو په کار ده چې ځان یقیني کړي تر څو هغه ځاینونو سره چې اړیکه نیسي په دوامداره توګه ضد عفوني کړي. د بیګلي په توګه د دروازي دستګیر، ټلیفون، میز او داسي نور. دا شیان د ضد عفوني کونکي هغي مایعي په مټ پاک کړي چې لږ تر لږه پینځه اویا فیصده الکول ولري.
- د کرونا ناروغي ساري ډول ته په کتو سره، دا ډیره همه ده چې د پرنجي او ټوخي پر مهال خپله خوله او پوزه په خپلي څنګلي وپوښوو او همدا راز له کور څخه دباندي تګ نه هم ډډه وکړو.
- دا چې دا ویروس په هر ځای کې د خپریدو وړ دی، غوره به وي چې لاسونه د اوبو او صابون په مټ او یا هم په ضد عفوني کونکي مایع باندي ومینځو. په یاد ولرۍ چې خپل لاسونه د شلو ثانیو لپاره په یادو موادو ومینځي . د دې لپاره چې ځان مطمین کړۍ نو کله چې لاسونه مینځي د شلو ثانیو لپاره د خپلي خوښي وړ سندره زمزمه کړي.
- له خپلي پوزي، سترګو او خولي سره له لاس وهلو ډډه وکړي. ځکه کیدای شي چې پر کرونا اخته شیانو سره ستاسو د لاس وهلو لا امله دا ویروس تاسو ته ولیږدول شي.
- د شپږ فیټه یا هم دوو مترو مصافي په پام کي نیولو سره د کرونا پر ضد د جګړې یو اتل شي. د اوس لپاره ګڼ میشتو ځایونو ته لکه د فوټبال مسابقو، ودونو او داسي نورو ځایونو تهُ مه ځئ.
د نړۍ په ډیرو ملکونو کې د کرونا ناروغۍ د خپریدو له ویري ښونځي، پوهنتونونه، خوړنځایونه او د انسانانو د را ټولیدو نور داسي ځایونه رخصت کړای شوي دي.
د ټولنیز واټن په مراعت سره له یوې خوا په یادې ناروغي ستاسو د اخته کیدو چانس کمیږي او له بلي خوا تاسو د هغو روغتونونو د ظرفیت په لوړولو کې مرسته کوي کوم چې په دې ناروغۍ له اخته کسانو سره مرسته کوي.
- تاسو شاید فکر وکړي چې ځوان او روغ یاست او د کرونا له خطره خوندي یاست. سره له دې چې ځیني کسان کولای شي د ناروغۍ وړي نښاني وښيي، خو موندنو ښولي ده چې د کرونا ناروغۍ د بیلا بیلو سنینو کسان اخته کولای شي.
تاسو شاید دا فکر وکړي چې زوکام یا والګي نیولي یاست او ښایي حتی داسي نښي نښاني اصلا و نه لري. دا په دې مانا ده چې تاسو کوید نونس ناروغي لري او پري خبر نه یاست. له همدې امله دا ډیره مهمه ده تر څو ټولنیز واټن پام کې ونیسي. دا ستاسو مسولیت ده چې لویانو ته د کوید نونس ناروغۍ له لیږدولو ډډه وکړي.
په خاصه توګه هغو د لوړ عمر خاوندو کسانو ته چې د زړه، د ویني د لوړ فشار، شکري او داسي نورو ناروغیو باندي اخته دي.
تاسو باید د یادو کسانو په خوندي ساتلو کې مرسته وکړي.
- په لنډه توګه په لاندي اقداماتو تاسو کولا یشي چې د کرونا پر ضد جګړي یو اتل اووسي.
الف: خپله خوله او پوزه د ټوخي او پرنجي پر وخت په خپلي څنګلي وپوښي..
ب: خپل لاسونه د شلو ثانیو لپاره په ورځ کې څو ځلي په صابون او یا هم ضد عفوني کونکي مایع ومینځي.
ج: په مخ له لاس وهلو ډډه وکړي.
د: د ټولنیز واټن په نیولو او کور کې پاتي کیدلو سره تاسو د ځان او خپلو شاوخوا خلکو روغتیا خوندي کولای شي. ته په خپل دې کار سره د کرونا پر ضد جګړي یو ریښتینی اتل یي.
- که چیرته تاسو د کورنا علایم لکه تبه، ټوخي او سالنډي لري مهرباني وکړي کور کې پاتي شي او د روغتیا ادارو لکه روغتونونو، کلینیکونو او ډاکټرانو لارښونو ته جدی پاملرنه وکړي.
- د کوید نولس ناروغي په باب د تازه معلوماتو د تر لاسه کولو لپاره د عامي روغتیا وزارت لارښونو ته پاملرنه وکړي.
- (( زه او ته به په ګډه د کرونا ناروغۍ ملا ماتوو)).
یاداښت: دا معلومات د نړۍ په کچه د طب د برخي لومړي نمبر پوهنتون ( جان هاپ کینز) له لوري د خبریال ویب پاڼي ایډیټر میرویس جلالزي ته ورکړل شوي او د خبریال ویب پاڼي د نوم د یادولو په صورت کې یې د بیا خپریدو اجازه ورکول کیږي.
میرویس جلالزی
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.