طالبانو د بدخشان معدني زېرمې خپل کړي
خبریال وېب پاڼه/ د بدخشان ولایت له درې هېوادونو، تاجکستان، چین او پاکستان سره څه باندې شپږ سوه کیلو متره ګډه پوله لري او د ترهګرو تګ راتګ مخنیوي لپاره د دغو پولو د امنیت ټینګښت ستونزمن کار شمېرل کیږي.
د بدخشان ولایت له څو کلونو راهیسې د نا امنیو شاهد پاتې شوی دی.
خو له طالبانو سره د امریکا سولې هوکړه لیک لاسلیک څخه وروسته دغه ولایت د طالبانو او بهرنیو ترهګرو د پام وړ ګرځېدلی دی.
د بدخشان والي ذکریا سودا وایي، داسې حال کې چې له امریکا سره د طالبانو هوکړه لیک یو له مهمو مواردو څخه له نړیوالو ترهګرو سره د اړیکو پرې کېدل دي، خو دغې ډلې په بدخشان کې د ترهګرو ډلو سره د دوستۍ لاس اوږد کړی دی.
د والي په خبره طالبان به له دولت سره د سیاسي مشرانو هوکړې په صورت کې هم خپلې جګړې ته دوام ورکړي ځکه چې دغه ډله هېڅ ژمنې باندې ولاړه نه ده.
طالبانو له نړیوالو ترهګرو ډلو سره په همکارۍ کې توانېدلي دي چې بدخشان کې دوه وویشت ولسوالۍ نا امنه کړي او معدني زېرمو ته هم لاس رسی ومومي.
د بدخشان د علماوو شورا وایي چې د طالبانو جګړه جهاد نه بلکې مسلمان وژنه ده.
خو طالبانو د روژې په میاشت کې د ولسمشر غني د اوربند وړاندیز رد کړی دی.
د ناټو ملکي سفیر له طالبانو غواړي چې اوربند وکړي او په افغانستان کې د یوې ریښتنې سولې ټینګښت لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
ناټو همدغه راز ویلي دي چې ټولې غاړې باید د تاوتریخوالي په کمولو کې خپلې ژمنې عملي کړي.
په اعلامیه کې همدغه راز له ټولو سیاسي مشرانو او د هغوی له پلویانو غوښتل شوي دي چې خپل مخالفتونه حل کړي، یو ټول ګډونه حکومت دې جوړ او د سولې له دغه فرصت څخه دې ګټه واخلي.
عبدالله عبدالله هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره افغانستان کې د روژې میاشتي په لړ کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي غوښتنې څخه هرکلی کړی دی.
نوموړي ویلي دي تمه لري چې طالبان دغې میاشتې ته د درناوې په پار له جګړې لاس په سر او اوربند ته غاړه کیږدي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.