The news is by your side.

کرونا, د مخنيوي بنديزونو یې د نېښ وهلو بازار ګرم کړی

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان په لويو ښارونو کي د کرونا ویروس د مخنيوي په خاطر بنديزونو په سويلي ولایتونو کي د نېښ وهلو بازار ګرم کړی دی.

د کندهار هغو سيمو ته چې د کوکنارو کښتونه پکې شوي دي تر ډېره هغه کسان ورغلي، چي د ښوونځي زده کوونکي يا هغه کسب کاران دي چي د دې بنديزونو له کبله یې خپل کاروبارونه د لاسه ورکړي دي.

دغه کسان چي نېښ وهي د کرونا په اړه هېڅ پوهاوی نه لري، کرونا له چارواکو د کوکنارو سره مبارزه هېره کړې ده. په کندهار کي د تارياکو د راټولولو فصل رسېدلی دی.

د تاریاکو ټولو دغه فصل ۱۵ ورځې وخت نيسي. دغه فصل پر داسې مهال رسيږی، چې د افغانستان په ډېرو ښارونو کي د کرونا ويرس د مخنيوی په خاطر بنديزونه دي.

په کندهار ښار کي کاروبار په ټپه ولاړ دی، ښوونيز مرکزونه او تر ډېره دوکانونه هم بند دي.

خو ټول اوزګار او د ښوونيزو مرکزونو څخه رخصت شویو کسانو ته زمينه برابر شوې، چي د کوکنارو کروندو ته مخه کړي.

دوی د تارياکو په کروندو کي کار خپل اقتصادي مجبوريت بولي. شاه محمد چي په ژړۍ ولسوالۍ کي يې پر شاوخوا ۲ جريبه ځمکه کوکنار کرلي او نه غواړي چي زموږ سره مخامخ خبري وکړي، سږ کال د کوکنارو د حاصلاتو څخه ناراضه دی. وايي: هغه مصرف چي یې پر دې کښت کړی نه یې دی جوړ کړی. اورښتونو او يخي هوا يې کښت ورخراب کړی دی.

د ده په خبره سږ کال د تارياکو ټولولو پر وخت کاریګر ډېر وو او ان کروندو ته پسې ورتلل.

کروند ګر وايي، چي د کښت پرمهال حکومت په نژدې او وسله وال طالبان په لېرو ساحو کی له دوی څخه پيسې اخلي.

د کندهار حيات الله حيات وايي، چي سږ کال به د کوکنارو د کښتونو د له منځه وړلو پر ځای د قاچاق کوونکو سره مبارزه کوي.

له تېرو څو کلونو راهیسې د کوکنارو د له منځه وړلو لپاره مبارزه روانه ده، دغه مبارزه وروسته تر هغه ټکنۍ شوه چي نړيوالې ټولنې خپلې مرستې په دې برخه کی ودرولې او افغان حکومت اړ شو چي د دې کښتونو سره د مبارزې جوړ شوی وزارت د کورنيو چارو وزارت سره مدغم کړي.

حکومت سږ کال تر ډېره خپل پام د دې بوټي د له منځه وړلو پر ځای د کرونا سره مبارزې ته اړولی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.