The news is by your side.

طالبان روژه کي هم له خونړیو بریدونو لاس نه اخلي

خبریال ډاټ کام: د نړۍ د مسلمانانو د مبارکي میاشتي له پیل سره سم په افغانستان کې دننه د طالبانو خونړي بریدونه زور اخلي.

له یوه لوري افغانان د کرونا وبا له مرګوني څپي سره مخامخ دي ورسره جوخت وسله والو طالبانو په روژه کې په ملکي او پوځي موخو خپل بریدونه پراخ کړي دي.

رسمي شمیري ښيي چې د طالبانو او امریکې تر منځ د سولي د هوکړې وروسته یادي یاغي ډلي نږدې ۳۰۰۰ بریدونه افغانستان کې تر سره کړي دي.

یوازي ۵۰ ملکي بي ګناه خلګ چې پکې نجوني، هلکان، ماشومان او بوډاګان شامل دي د ملک په بیلا بیلو ولایتونو کې وژل شوي دي.

یاده مرګ ژوبله له هغو ماینونو او بریدونو رامنځ ته شوي چې د روژي په مبارکه میاشت کې طالبانو له خوسته نیولي بیا تر هلمند، بلخ، کندز، سرپل، فاریاب او بغلان کې تر سره کړي دي.

د حکومت له لوري هم د طالبانو پر ضد حملي شوي او د مرګ ژوبلي بیلابیل رپوټونه خپریږي.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سرپل، بلخ، غزني او فاریاب ولایتونو کې د طالب او دولتي ځواکونو ترمنځ نښتې شوې دي چې د هغه په پایله کې ۲۶ تنه پوځيان او ولسي وګړي وژل شوی دی. او کابو ۴۰ تنه ټپيان دي. 

 د سرپل والي عبدالقادر آشنا خپل ولایت کې د تلفاتو په اړه وویل :«اته تنه شهیدان لرو او نهه تنه هم ټپيان او په سوزمه قلعه ولسوالۍ کې هغه بریدونه چې طالبان لرلي دي درې تنه وژل شوي او اتنه تنه نور ټپيان دي.»

په وروستیو ورځو کې د طالبانو د بریدونو په زیاتوالي سره اوس د ناټو سازمان غړو په یوه اعلامیه کې له طالبانو غوښتي چې بې له ځنډه تاوتریخوالی کم کړی او د سولې د خبرو زمینه برابره کړي.

امریکا ناټو او د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالی د منلو وړ نه ګڼي او ژر تر ژره د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي کمښت غواړي.

په ناټو کې د امریکا سفیره وايي چې سولې ته د رسېدو لپاره د افغانستان سیاسي مشران باید خپلې شخړې پای ته ورسوي او حکومت له طالبانو سره د بندیانو د ازادولو په بهیر کې چټک ګامونه پورته کړي.

په ناټو سازمان کې د امریکا سفیره کي بېلي هچیسن په دې اړه وايي:«موږ له طالبانو غواړو د خبرو لپاره زمینه برابره کړي او تاوتریخوالی کم کړي، د تاوتریخوالي کمښت د تلپاتې سولې لپاره اړین دي، امریکا او په ناټو کې زموږ متحدین به له افغانستان سره ژمن پاتې شي، په یو ځای کار کولو سره افغانان یو تاریخي فرصت لري ترڅو د سولې بهیر پرمخ بوځي او ترهګر سازمانونه پرې نه ږدي چې په هېواد کې یې پټن ځای ولري.»

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان هم په افغانستان کې له ټولو مشرانو او ډلو غواړي بې له ځنډه تاوتریخوالی کم کړي او د دایمي اوربند په اړه کار وکړي.

له بلخوا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له دغې اعلامیې ملاتړ کوي او د خپل ټویټر پر پاڼه یې له افغان مشرانو غوښتي اختلافات پای ته ورسوي او سولې رسېدو ته لومړیتوب ورکړي.

ښاغلي خلیلزاد لیکلي:«په جګړه او بې وزلۍ کې د افغانستان پاتې کېدل او یا هم ترې د افغانستان ژغورنه په دې پورې اړه لري چې ښکېل لوري په څومره بیړه او کوم نیت اقدامات کوي، د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړې د افغان سولې لپاره یو تاریخي فرصت برابر کړی، امریکا، متحدین یې او په ټول کې نړیواله ټولنه له افغان مشرانو غواړي چې د خلکو ګټې په پام کې ونیسي.»

 میرویس جلالزی 

 

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.