The news is by your side.

امريکا افغانستان ته د نغدو پيسو ورکړې لپاره يو ګام مخکې کړ

خبریال ويب پاڼه/ آمريکا بيا هم د افغانانو له غمه ځان مړ بولي او وايي چې دوی په دې لټه کې دي ترڅو افغانانو سره مرسته وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وياند په خپلو تازه څرګندونو کې جوته کړې چې له افغانستان سره مرستو ته ژمن او له دې سره ترخوا چې افغانستان سره د توکو مرستې کوي پر دې لارو چارو هم کار کوي چې څنګه دې هېواد ته نغدي پيسې واستوي.
دوی تراوسه پورې دا لار نه ده پيدا کړې خو ويلي يې دي چې د مرستو تر څنګ افغانستان ته نو نغدي پيسې هم استوي، نيډ‌پرايس وويل چې دوی د افغانستان د حالت په هکله اندېښنه لري او همدا اوس د ملګرو ملتونو ترڅنګ نورو خيريه نهادونو سره په تماس کې دي چې افغانستان ته څنګه مرستې او نغدي پيسې واستوي ترڅو په دې هېواد کې اقتصادي او بشري وضعيت ښه شي خو تراوسه پوري عملي کوم ګام نه دی پورته شوی.
که څه هم امريکا د افغانستان په برخه کې ځان لوی مرسته کوونکی هېواد په ګوته کړ خو زياته يې کړه چې دوی په يوازي سر دا بهران نه شي مهار کولی ځکه يې د همکارۍ غوښتنه وکړه خو د دې هېواد دې ته فکر نه دی چې دا هرڅه دوی کړي د افغانستان حقه پيسې يې کنګل کړې او زيان یې يوازي افغانانو ته رسيږي.
د تالبانو د بهرنیو چارو وزیر امير خان متقي هم د اسلامي همکاریو سازمان غونډه کې د نورو مرستو ترڅنګ د نغدو پيسو د ترلاسه او مرستې غوښتنه وکړه خو کله چې کوم هېواد مرسته کوي نو هغوی يوازي په بشري چوکاټ کې مرسته کوي چې دا يو لوی سرخوږی دی د تالبانو لپاره.
که نړۍ په رښتینې ډول سره غواړي د‌ افغانستان بشري او خراب اقتصادي وضعيت ښه کړي نو له افغانستان سره دي مرسته نه کوي بلکې پرامريکا دي فشار زیات کړي تر څو هغوی کنګل شوې پيسې ازادي کړي تر څو هر څه نورمال شي که هرڅومره مرسته وشي او اساسي کار ترسره نه شي نو ليري نه ده چې داسې ناورينونه به مو هر وخت دروازې ټکوي خو په کار دا ده چې امريکا باندې فشار زيات شي.

Comments are closed.

koi finance