The news is by your side.

انس ح قاني تالب چارواکو ته/ نا اهله خلک دې څوکۍ نورو ته پرېږدي

خبریال وېب پاڼه: د تالبانو يوه مشرتابه غړي انس حق اني د نوي حکومت د پیاوړتیا لپاره له خلکو مرسته غوښتې.

نوموړي نن په لوګر کې یوې غونډې ته ویلي: « څوک چې په ځان کې اهلیت نه ویني، د مسلمانانو حقونه دې نه خوري.»

هغه په ټینګار سره دا ډول کسانو ته  سپارښتنه کړې،چې دوی دې خپل ځای بل چاته پرېږدي.

سرچینې د خپلو خبرو پر دوام پر خلکو غږ کړی، چې د نوي حکومت په پیاوړتیا کې له دوی سره په ګډه کار وکړي.

هغه وویل، چې افغانان باید له تاریخ نه زده‌ کړه وکړي، څو د جګړې ډګر په څېر د سیاست په ډګر کې هم بریالي شي.

انس حق اني په داسې حال کې له خلکو څخه د نوي دولت د ملاتړ او ورسره د همکاري غوښتنه کوي، چې واک ته د ا.ا له رسېدو سره سم له هېواده د علمي کادرونو د تېښتې لړۍ لاهم دوام لري او له دې وړاندې په زیات شمېر خلک له هېواده وتلي هم دي.

بل لورته بیا یو شمېر عام افغانان له تالبانو د لوړو زده کړو د وزیر د لرې کېدو غوښتنه کوي.

دوی وایي، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د تالبانو د مشرتابه د خبرو پر اساس باید له دندې لرې او پرّ ځای یې یو اصل افغان په دنده وګمارل شي، چې د پاکستاني مدرسو د ستاینې پرځای دې د افغان ځوانانو پر روزنه کار وکړي او ښوونیز مراکز پرانېزي.

افغان ولس داسې مهال دا غوښتنه کوي، چې د تالبانو د لوړو زده کړو سرپرست له څو اونیو راهیسې د پاکستاني مدرسو ستاینې کوي اودلته یې پوهنتونونه تړلي دي.

تازه يې نن که څه هم لږه د ولس په زړه خبره کړې خو ویلي یې دي، چې د نجونو او هلکانو ګډ تعلیم د دوی په اصولو کې نشته ده.

انس حق اني داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې اوسمهال د تالبانو په حکومت کې ګمارل شوي کسان د دوی له لوري ټول مولویان ټاکل شوي او ډېری پر مهمو څوکیو ګمارل شوي کسان یې لوړې زده کړې هم نه لري.

Comments are closed.